کور / تازه خبرونه / په چاودنه کي دهلمندولایت دسولي دعالي شورا رئیس معلم شاه ولي ووژل شو

په چاودنه کي دهلمندولایت دسولي دعالي شورا رئیس معلم شاه ولي ووژل شو

بیړنې خبر:دلراوبراداري ته دهلمندولایت څخه په یوه رالیږلي لیک راغلي،چي په هلمندكې دماين په چاودنه كې دسولې د ولايتي كميټې رئيس اوورسره دوه ساتونکي پوليس وژل شوي دي.دوالي مرستیال مسعودبختورهم دنوموړي سره دګرشک ولسوالۍ ته روان وو، خو هغه دچاودني څخه روغ رمټ راوتلي دی.
دغه چاودنه د چهارشنبې په ورځ دلس نيموبجوپه شاوخواكې دگرشك ولسوالى ديخچال په سيمه كې هغه مهال رامنځ ته شوه كله چې ددې ولايت دسولې د ولايتي كميټې دمشرمعلم شاولي خان موټرد ترهگرولخواپرښخ كړل شوي ماين وربرابرشو،چې په پايله كې يې حاجي معلم شاولي خان اودوه پوليس وژل شوي اوڅلورنورپوليس ټپيان شوي دي.
دغه پلاوى چې دولايت مقام مرستيال مسعودبختوريې هم مليتا كوله دگرشك ولسوالى ته دامنيتي مسؤليتونودليږد پنځم پړاود ترسره كيدوپه موخه روان و،چې دهيوادخلكودمخالفینولخواه ورباندې دماين چاودنه رامنځ ته شوله.
دهلمند ولايت مقام دغه عمل په سختوټكوسره غندي اودحاجي معلم شاولي خان وژل د هلمند دخلكواو ولس لپاره يوه لويه ضايعه بولي.
حاجي معلم شاولي خان د حاجي محمد امين خان زوى په ۱۳۳۹ هجري لمريزكال كې په ناوې ولسوالى دې نړى ته سترگې پرانيستې چې په نوموړې ولسوالى كې دباركزودقوم قومي اوجهادي مشرپاتې شوى و،اوپه كال ۱۳۸۹ كې په دې ولايت كې دسولې دولايتي كميټې دغړوپه رايه ددې كميټې دمشرپه توگه وټاكل شو.
وسله والوطالبانوددي پیښي په هکله تراوسه څه نه دي ویلي.