افغانستان د اسیا په زړه کښي پروت،او په وچه کښي راګیر یو فقیر،شاته پاته،نالوستی او بیچاره هېواد دی،چي د تقریبآ(۲۸میلیون)نفوس په لرلو،او د پاکستان ومغرب ته پروت دی، او تقریبآ ټول و ګړي یې مسلمانان او د دین پلویان دي.
د نوموړي هېواد وګړي چي په مختلفو ژبو خبري کوي،خو پښتو او دري یې د هېواد په رسمي ژبو کښي شمیرل کیږي.
که څه هم افغانستان یو ډیر لوی تاریخ لري،او خلګ یې د خارجي یرغلګروپه وړاندي په ډیره میړانه او سرښندنه د خپل هېواد د اذادی د پاره جنګیږي،ولي دا هم باید د پامه ونه غورځول سي چي د اذادی په نوم یې رواني او مخ کښي جګړې اوس د هېواد د خلګو د عادي ژوند یوه ډیره مهمه برخه ګرځیدلې ده.
په (۱۹۷۳)کښي علی حضرت ظاهرشاه بابا د هغه د خپل صدراعظم (شهید) سردار محمد داؤدخان له طرفه د واک څخه لیري کړل سو.هغه ټولنیز،سیاسي،اقتصادي پر مخ تګونه او لاس ته راوړني چي د نوموړي د واک او رژیم په وخت کښي په لاس راغلي وې، هم د خاورو سره خاوري سوې،چي په نتیجه کښي د وخت روسي قواو د وخت څخه په ګټه د(۱۹۷۹)ع کال په دې پلمه چي نوربه د افغانستان د خلګو سره د مرستي او کومک سلسله غښتلې او پر مخ تللې وساتي،او په پایله کښي یې د سردار داؤد خان رژیم د فوځي کودتا د لاري ړنګ او دا کار د افغانستان د جنګ اصلي پیلامه ګنل کیږي.
د امریکا متحده ایالتونو د پاکستاني استخباراتي شبکو د لاري د وخت څخه په ګټه وغوښتل چي روسي قواوي په افغانستان کښي د وخت د مجاهدینو په وسیله د ښو فوځي تجهیزاتو تخنیکي وسائیلو او مالي مرستو سامبال او میدان ته یې راوړاندي کړل.(سي ای اې) او (ای ایس ای)د وخت په تیریدو د ټولي نړۍ مسلمانان د جهاد په نامه و افغانستان ته ولیږل،او په پایله کښي افغانستان د نړۍ د مسلمانانو د پاره د یوه جنت شکل غوره کړی،او د هر مسلمان چي به دنیوي جنت ته زړه وسو،نو بې دریغه به افغانستان ته د تګ په فکرکښي سو،او افغانستان یې په نتیجه کښي د نړۍ د جهاد او القاعده په یوه قوي مرکز بدل کړی.
روسان په پایله کښي د افغانستان څخه د سر او مال په خورا درانه زیان او پښیمانی د افغانستان څخه په (۱۹۸۹)کال کښي ووتل.امریکایانو نور په افغانستان کښي خپلي ګټي او دلچسپئ نه لرلې،او مجاهدین یې پر سپین میدان پریښودل،چي د وخت په تیریدو سره په افغانستان کښي د مختلفو ګوندونو او جهادي ډلو ټپلو په خپل منځ کښي د واک پر سر په کابل او نورو سیمو کښي خپل منځي جنګونه وکړل،تر څو هره ډله خپل ځان قوي او ځان د کابل واکدار څرګند کړي.
چي د دوی د جنګونو په نتیجه کښي په سلګونو افغانان د اور د تورو لمبوښکار سوه.
پاکستان چي تل یې ځان د افغانستان دوست او ملګري څرګند کړی دی،یو ځل بیا یې د افغانستان په سیاسي چارو کښي د خپلو ګټو او سیاسي نفوذ څخه په ګټه و افغانستان ته لاس را اوږد کړ،او د مجاهدینو د مقدسو احساساتو څخه په ګټه یې دا ځل د هندوستان سره د کشمیر د ستونزي په پلمه ونورو جهادي ګوندونو ته شا کړه،او پښتانه طالبان یې د خپل هدف ښکار وګرځول.او په غیر مستقیم ډول یې طالبان د خپل هېواد نمائندګان وګنل،او هغوی یې په تدرجي توګه د افغانستان په تقریبآ ۸۰او۹۰ په سلو کښي د واک او ځواک خاوندان کړل.چي یوازي د شمالي ولایاتو د ځینو ولایتونو څخه پرته د ټول هېواد چاري او واګي د طالبانو لاس ته ولوېدې.
په پایله کښي طالبانو پاکستاني استخبارات د دې جوګه کړه چي هغوی په افغانستان کښي د القاعده خپل سري جنګیالي په نوموړي هېواد کښي وروزي او د کشمیر په جنګ کښي ترې ګټه پورته کړي،او شیخ اسامه ته د دي فرست ورکړي تر څو هغه په هېواد کښي د ترور ځالي او مراکز جوړکړي.
کله چي د یوولسم سپتمبر پیښه کیږي او امریکا یې پړه پر القاعده او طالبانو وراچوي،او په نتیجه کښي د شمالي ټلوالي په مرسته اوفوځي کومک د درنو بمباریو او اوپراسینونو ورسته د طالبانو واک پای ته رسوي او په پایله کښي یو پراخ بنسټه او ډیموکراټیګ حکومت جوړوي.
دبده مرغه د ډیموکراسی سیسټم هم په افغانستان کښي د بد حالت سره مخ دی.او افغانستان هم هسي د جنګونو او ستونزو قرباني دی.دلته اوس داسي سړي اوکړی سته چي نه غواړي د دې هېواد خلګ په امن،سکون او د سولي په فضا کښي ژوند وکړي.
اوس هم د ډیموکراسی د نامه څخه په ګټه دلته د زورواکو او جنګي سړیو او کړیو واک نافظ دی.
که له یوه اړخه د افغانستان عوام د مجاهدینو د هغوی کارنامو او قربانیو منندوی دي،نو د بله اړخه یې د قدرت په ناوړه جګړه کښي د خپلو اولادو دوستانو په وژنه هم تورنوي.اوس هم داسي مجاهدین صاحبان تر سترګو کیږي، چي یوازي د قدرت لیوني او اوس هم د الهي سپېڅلي کتاب په سرغړونه اعتراف کوي،او کله ناکله خو په صراحت اعتراف کوي چي د مجاهدینو څخه د سیمو هېوادونوپه خاصه توګه د پاکستان استخباراتي شبکې کار واخیستی.
د یوه افغانستان په هیله چي ټول اوسیدونکي یې د پردیو د لاس وسیله او اله نه وي،او خپلي ملي او یسمه ایزي ګټي تشخص کړي.