پيښه تيره ورځ تر غرمې مخکې يوولس بجې د کندهار د شاوليکوټ ولسوالۍ د کټه سنګ په سيمه کې پر ملي پوليسو او ملکي وګړو چاودنه وه .
چاودنه چې د سړک د غاړي ماين وو د کندهار ـ ارزګان پر لويه لاره د ارزګان اړوند د ملي پوليسو پر موټر وشوه ، د چاودني په وخت او ځاي کې اته تنه ملکي وګړي هم په پلي ډول ولاړ وه .
د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق د پيښي د پخلي تر څنګ وايي چې په دې پېښه کې څلور ملي پوليس او پنځه ملکي وګړي ټپيان شوي دي او درې تنه ملکي وګړي وژل شوي دي .
خو د شاولي کوټ ولسوالۍ يوه امنتي سرچينه وايې چې چاودني دوې وي او په دې پېښه کې يو ملي پوليس وژل شوی هم دی د شاولي کوټ ولسوال عبيدالله هم د پېښي پخلی کوي .
د پېښی مسووليت تر اوسه چا په غاړه نه دی اختستئ .