د وردګو ولايت مقام او اداري اصلاحاتو ادارې له لورې د دغه ولايت د رئیسانو کلنۍ ارزیابي نن (سې شنبه ) پیل شوه.
د وردګو ولايت د رئیسانو د دیارلس سوه یونویم کال د ترسره کړو کړنو ارزیابي نن (سې شبنه ) د وردګو ولايت په مقام کې د دغه ولايت د والي ښاغلي عبدالمجید خوږياڼي په مشرۍ د جوړ شوي کمیسون له لورې پیل شوه .
د وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږياڼي وویل : دغه ارزیابي چې نن د ثور میاشتې په لسمه نیټه پیل شوه، د دغه میاشتې تر پنخلسمې نیټې پورې به دوام وکړي او په ترڅ کې د دغه ولايت اړوند رئیسانو هغه کارونه چې د تیرکال په ترڅ کې ترسره کړي واوریدل شي، په کارونو کې د نیمګړتیا په اړه به له اړونده رئیس سره د جوړ شوي کمیسون له لورې بحث وشي.
د هغه په وینا په دغه کمیسون کې چې د ولایت مرستیال، ولايتي شورا او د اداري اصلاحاتو اداره برخه لري،پر یوشمیر نورو موضوعاتو به هم د دغه ولايت د رئیسانو سره خبري وشي،چې یو هدف یې د دوی په وړاندې د ستونزو څخه په ښه توګه ځان خبرول هم دي.
د یادونې وړده،چې د هرکال په پای او نوی کال په راتګ سره د هېواد په ټولو ولایتونو کې د اړونده ریاستونو د کړنو ارزیابي د ولايت مقام په مشرۍ د جوړ شوي کمیسون لخوا ترسره کیږي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه