په افغانستان کې تېرکال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالې تر ټولو کمې پېښې
په وردګو ولايت کې ثبت شوي دي.
دغه خبره د ښځو چارو رئیسې وحیدې ښکلې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالې د
لمنځه وړلو په غونډه کې چې د دغه ولايت د والي ښاغلي عبدالمجید خوږياڼي
په مشرۍ جوړه شوې وه وکړې او زیاته یې کړه،په تېر کال کې په ميدان وردګو
ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالې ټولې پنخلس پېښې ثبت شوي دي،چې
په روان کال کې هیڅ کومه پېښه نلري.
د هغې په وینا په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالو د کمو پېښو
د ثبت لامل عامه پوهاوی او د ميدان وردګو ولايت د ولسونو د تعلیمي کچې
لوړوالی دی .
دغه غونډه چې نن ( سې شنبه) جوړه شوې وه، د وردګو والي ښاغلي
عبدالمجید خوږياڼي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل : اوس هم په افغاني ټولنه
کې د میرمنو اړوند ځیني داسې ناوړه دودونه شته چې د اسلام د سپیڅلي دین
سره برابر نه دي او همدا لامل ګرځي چې په ټولنو کې مو د ښځو به وړاندې
تاوتریخوالی هم رامنځته کیږي.
هغه وویل : په ميدان وردګو ولايت کې یې هڅې پیل کړي،ترڅو دښځو پر وړاندې
هر ډول ستونزو ته د پای ټکی کیږدي،چې په وینا یې په دغه برخه کې د عامه
پوهاوي ورکشاپونه،میرمنو ته د کار زمینه برابرول،حرفوي زدکړو زمینه
برابرول او نور کارونه یې د یادونو وړ دي.
د وردګو والي اړونده ریاستونو ته هم لارښوونه وکړه،چې پخپله برخه کې دې په دغه ولايت کې د ښځو د وضعیت د ښه والې په موخه کار وکړي