کور / تازه خبرونه / نن دهالند ملکي دپاچاهي ټول واک خپل زوی ته وسپاري

نن دهالند ملکي دپاچاهي ټول واک خپل زوی ته وسپاري

امستردام: نن سه شنبه داپریل په دیرشمه نیټه دهالنددشاهي دولت ملکي بیاتریکس په رسمي بڼه دوعدي سره سم دپاچاهي ټول واک خپل مشرزوی ویلیم الکساندرته وسپاري.
دغه مراسم چي دهالندپه پلازمینه امستردام کي نیول شوي و،دټولي نړۍ دبهرنیو(۱۲۳)هیوادونوڅخه دپاچهانو،شهزاده ګانو،اولسمشرانواولوړپوړو چارواکوپه ګډون (۲۰۰۰) تنه په رسمي ډول هالند ته رابلل شوي وو. دبهرنیومیلمنوسربیره دهالنددمختلفوسیموڅخه هم په میلیونونوهالندیان دامستردام چاپيره راټول شوي وو، چي دخپل نوي پاچا دلمړي ورځي دخوشالي په لمانځنه کي ګډون وکړي.
دامستردام دښار دامنیت چاري د(۱۵۰۰۰) امنیتي ځواکونولخواه په ښه توګه سره سرته رسیدي. دځمکي ،هواه اوداوبو پرسر ټول امنیت ترژوري څارني لاندي دامنیتي ځواکونوله لوري پرمخ روان وو.
دهالندملکه بیاتریکس په (۱۹۸۰) م کال داپریل په (۳۰)نیټه دخپلي مورویلیامیني لخواه دهالند واکداره شوه او دخپل واک په (۳۳ )کاله کي یې هالندیانوته دپام وړخدمتونه کړيدي.
دهالند نوي ( ۴۶ )کلن پاچا ویلیم الکساندردملکي بیاتریکسي ددرو زامنوڅخه دهغي مشر زوی دی .ویلیم الکساندریوولس کاله مخکي دیوی ارجنتایې نجلي ماکسیمی سره واده وکړی اودهغي څخه اوس در ي لوڼي لري. دهالندخلکوویلیم الکساندرته دپاچا توګه هغه ته تودهرکلي وايې اودمګړي ۷۰٪)سلنه خلک هغه دهالند دپاچهي وړکس بولي. ویلیم الکساندردهالنددپاچاهانودتیر تاریخ په درشل کي له (۱۲۳) کلنووروسته دهالندنارینه پاچاونومول شو. تردي مودي مخکي دهالند دپاچهي واک ( ۱۲۳) کاله یواځی دښځینه پاچاهانو په لاس کي وو.
په هالندکي پاچا سمبولیکه بڼه لری اوددولت په اجرائیوی،قضایې اومقنني قواووکي هیڅ واک نلري.په هالندکي ټول واک دپارلمان دغړوسره دي اودپارلمان غړي دخلکودآزادورایو له لاري ټاکل کیږي او بیاوروسته دپارلمان استازي ددولت مشر یا لمړي وزیر ټاکي.
دهالندپاچااودهغه کورني دهالند دمنتخب دولت لخواه ترژوري څارني لاندي نیول کیږي تردي کچي پوري چي دپاچادزوی اویادلوردواده غوښتنه یواځي دمنتخب دولت اودپارلمان داستازولخواه ورکول کیږي.