د هلمند په مارجي ولسوالى كي د وسلوالو مخالفينو بريدونه په شا تمبول سوي دي
د هلمند ولايت له مطبوعاتي دفتره په خپره سوي خبرپاڼه كي راغلي چي وسلوالو مخالفينو په دې وروستيود خالدبن وليد تش په نوم د عملياتود پيل خبروركړى اوپه دې لړكي يې د هلمند په مارجې ولسوالى كې د يكشنبې اودوشنبې په شپو په ځينو امنيتي پوستو وسلوال بريدونه كړي چي د دوى دا بريدونه په بشپړه توګه له ناكامى سره مخ سوي او د دوى ياد سوي بريدونه په شاتمبولي دي.
د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼي له مخي چي په دې بريدونوكې دوى ته مرگ ژوبله هم اوښتې چې په ترڅ كي يې دوه تنه وژل سوي اونهه تنه نورټپيان سوي دي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه