د امریکا د( C.I.A) څارګري اداري حامدکرزي ته په بجویو ډالرورکړي دي .
کابل: دنیویارک ټایمزورځپاڼه داپریل په ۲۸ نیټه په خپل یوه ځانګړۍ رپوټ کي لیکي چي دامریکا د(سي آی ئي) څارګري اداري دلسوکالو په موده کي دافغانستان دجمهور رئیس حامدکرزي دفتر ته په بکسونو،پلاستیکوخلتو،بوجیو،روکزاکواوکڅوړوکي هره میاشت بي شماره میلیونونه امریکایې ډالره په غیرۍ رسمي بڼه ورکړي دي ،ترڅوجمهوررئیس اودهغه دسلاکارانو ډله ترخپلي اغیزي لاندي راولي.
د نیویارک تايمز ورځ پاڼه زیاتوي ،چي دامریکا څارګره اداره ددي رپوټ په هکله پټه خوله پاتي شوي اودځواب نه یې ډه ډه کړی . دآسوشیدپریس خبریاله «آنیا نیدرینګ هوس» وایې ،چي له امریکا څخه دکرزي دفترته دکتابونودلیږدولودپوستي په بڼه بنډولونه بنډلونه ډالرلیږدل شویدي.
سربیره پردي څارګري اداري دخپلوباوري کسانولوړپوړوچارواکوپه مرسته ددوی دلنډسفر په وخت کي هم دغه بنډلونه ډالردافغانستان دجمهوري ریاست ددفترچارواکو ته بیله کوم سنده څخه تسلیم اوډالي کړی دي.
دامریکایولوړ پوړی چارواکی وایې :چي دافغانستان داداري فساداودرغلیولویه سرچینه دامریکا هیواددی ،چي بیله سنده اوبي شمیره ډالردافغانستان دولت ته نه بلکي دافغانستان چارواکو ته په شخصي ډول ورکوی.
دامریکادغه چارواکی زیاتوی ،چي دافغانستان جمهوررئیس دفترته دایران دولت دکڅوړواوبوجیو بي حسابه میلیونونو ډالروموضوع هم دامریکایانولخواه دنیویاک ټایمز ورځپاڼي بربنډه کړه ،چي وروسته حامدکرزي هم دایران دغه میلیونونه ډالردجمهوری ریاست ددفترسره دمرستي یوه برخه وبلله.
دخبرسرچینه وایې ،چي امریکا یې اوافغاني رسمي چارواکوته څرګنده ده ،چي دڅارګری اداري په دغه لویه کچه او لویه پانګه دډالروبنډلونه په اصطلاح دمرستي په نوم دجمهوررئیس له دفترسره کیږي.
دغه خبر وایې ،چي دامریکاڅارګره اداره غواړی دډالروپه زوردکرزي اودهغه شاوخواه ډله ټپله تر خپلي اغیزې لاندې راولي اودالقاعدی په نوم پټ جنګ ته دافغانستان په خاوره کي نوره ادامه ورکړي.ددي خبرسرچینه زیاتوي ،چي دافغانستان لوړپوړي چارواکي دډالروپه مقابل کي هرډول معاملي ته تیاردي اودډالروداخیستلونه انکارنه کوي. دې ادارې دطالبانو درژیم تر پرزېدو مخکې د شمال ايتلاف پخوانیو مشرانو ته هم په ملیونونو ډالر ورکړي او په دې باب ډېر راپورونه هم خپاره شوي دي.
دغه مقاله نه یواځي نن دنیویارک ټایمز په ورځپاڼه کي خپره شوی، بلکي دهغي دمتن لنډیزنن داروپایې هیوادودتلویزنونوپه کانالوکي لکه( هالند) اودنوروهیوادو دتلویزیونونوپه چینلونوکي هم خپورشویدي.