اسلام اباد: دبي بي سي د خبر له مخې پاکستاني طالبانو د دغه هېواد پر لبرال سیاسي ګوندونو د خپلو پرله پسې بریدونو دفاع کړې او ديمو كراسي اوپارلماني ټاکنې یې غیراسلامې عمل بللی دی.خو د ډېرو پاکستاني اوافغان طالبانو استاد او د حقانیه مدرسې مشر مولانا سمیع الحق د رایې اچولو دفاع کړې او دا یې شهادت ورکول بللي دي.د طالبانو له لوري د ټاکنو له غیر اسلامې بللو درې ورځې وړاندې د پاکستان د دینې عالمانوشورا رایې ورکول لازم بللي وو.د عالمانوشورا په یوه فتوا کې د ښځو رایې اچول هم هغه مهال جایز وبلل، چې د ټاکنو په مرکزونو کې ښځینه کارکونکې موجودې وي.خو د طالبانو ویاند احسان الله احسان دغه فتوا رد کړې ده.د طالبانو له خوا د یکشنبې په ورځ خپرې شوې بیانیه کې ویل شوي چې د مۍ په ۱۱ د ‘ غير مذهبي ديمو كرا تيك نظام ‘ لاندې پارلماني ټاکنې په داسې هېواد کې کېدونکې دي چې د اسلامې مفکورې پر بنسټ جوړ شوی دی.”میدان د امریکا ایجنټانو، داړه مارانو او فاسقانو ته پرېښودل به عقل سره سم کار نه وي.” مولانا سمیع الحق وویل چې ‘ موږ د الله پر نظام انسانې نظام ته لومړیتوب نه شو ورکولای’. طالبانو په دریو ګوندونو – پیپلزګوند، عوامې نیشنل ګوند او متحده قامي تحریک د خپلو بریدونو دفاع وکړه او ویې ویل چې دغه ‘لادینه’ ډلې دي او په قبایلي سیمو، سوات او خیبر پښتونخوا ایالت کې د ‘خلکوپه وژنه’ کې یې لاس لرلی دی.که یوه خوا طالبانو ا نتخابي سیاست او ټاکنې د اسلام پر ضد بللې، خو د ډېرو طالبانو استاد مولانا سمیع الحق د هغوی نظر سره موافق نه دی.مولانا سمیع الحق په مرکه کې رایې اچوونه ګواهي (شاهدي) ورکول وبلل او دا چې میدان ‘ د امریکا ایجنټانو، داړه مارانو او فاسقانو ته پرېښودل به عقل سره سم کار نه وي’ هغه له پاکستاني عالمانو وغوښتل چې په خپلو ویناوو کې د ووټ (رايې) شرعې حیثیت بیان کړي.هغه وویل چې اسلام کې د ووټ ډېرضرورت دی او پټول یې د شهادت نه کولوجرم دی.