کور / تازه خبرونه / اريانا پښتو ادبي ټولنې گډه غونډه وکړه

اريانا پښتو ادبي ټولنې گډه غونډه وکړه

پېښور:د 2013 اپريل په 26 د جمعة المبارك په ورځ چې د 1392 كال د ثور له 6 مې سره سمون خوري اريانا پښتو ادبي ټولنې او امپيريل كمپيوټر اكاډمۍ ګډه غونډه د خيبر پښتونخوا ايالات د كوهاټ پريس كلب په تالار كې د ښاغلي پروفيسر وزيرشادان په رياست كې وکړه. دغه مهال د غونډې ځانګړي ميلمانه د اريانا پښتو ادبي ټولنې مسول ښاغلى سيف الرحمن هاشمي، پروفيسرظفرتنها، صادق سرګردان ، محمدجان عاطف ، پروفيسرمبشر، ډاكترګل رحمن، سيف الرحمن ، د امپيريل اكاډمۍ مسول مظهرحسين او رشيد صيب ول.غونډه د قران كريم په مباركو اياتو سره ښاغلي قاري عبدالباقي پرانسته . د غونډې دريځوال د اريانا پښتو ادبي ټولنې وياندښاغلى مددګل غليخيل و . نوموړي ناسته د امپيريل اكادمۍ د كمپيوتر زده كړې د زده كوونكو فارغينو ته د اسنادونو وركولو په اړه وه، چې د اريانا پښتو ادبي ټولنې په نوښت جوړه شوې وه. غونډه ماسپښين درې بجې پيل شوه . لومړى د امپيريل اكاډمۍ مسول ښاغلي مظهرحسين وينا وكړه، راغلي ميلمنو ته يې ښه راغلاست ووايه. او د اريانا پښتو ادبي ټولنې لارښوونې او مشورې يې وستايلې او د لا نورو همكاريو د غوښتلو هېله يې څرګنده كړه. د ښوونې او روزنې په اړه ښاغلي پروفيسر ظفرتنها خبرې وكړي، ښاغلي د پوهې او مهارت په اړه د غونډې ګډونوالو ته په زړه پورې معلومات وركړل ځوان نسل او كهول يې د تعليم او تربيي لازمو لارښوونو ته وهڅول. ورپسې ښاغلي سيف الرحمن هاشمي وينا وكړه : نوموړي ناسته يې وارزوله . د كمپوتر زده كړې او ژبې پالل يې يو نوى نوښت وباله. ويې وويل: داسې نه ده چې پښتو د كار او روزګار ژبه نه ده ؛بلكې د خپلې ژبې پالل او خدمت كول فرض دي. كه چېرې موږ پښتانه پوهاند استادان او ليكوال او شاعران له خپلې ژبې څخه غافله پاتې شو ؛نو خداى مه كړه ژبه به مو له سيالو ژبو سره سياله پاتې نشي . ښاغلي وويل: نن ورځ الحمدلله پښتو له انګريزي نړيوالې ژبې سره په كمپيوتري كچه يو ځاى مزل كوي داد لوى وياړ او فخر ځاى دى. موږ ته لازمه ده چې پښتو د کار او روزګار ژبه کړو دا هر څه د ازادو او خپلواکو ټولنو په هڅو او نوښتونو منځ ته راځي. له دې وروسته پروفيسر وزير شادان په خپل نوبت خبرې وكړي ښاغلي وويل: پښتو يوه شتمنه ژبه ده پښتو ژبه يوازې ژبه او قوم نه ده؛ بلكې د تهذيب ژبه ده. پښتنه ټولنه او ژبه له تهذيبي پلوه شتمنه ده ؛خو پرمختګ يې د ولس او قوم ذمه واري ده . ښاغلي د وضاحت لپاره د عربي او انګليسي ژبې بېلګې وركړې ويې ويل : نوموړې ژبو پخپله پرمختګ نه دى كړى ؛بلكې ددې لپاره ولسونو او قومونو يو بل ته لاسونه وركړي او خپله ژبه يې په پښو درولې ده. ورپسې نورو مشرانو په انګليسي او اردو ژبو وينا وې وكړې چې د پښتو ژبې په اړه يې ښې خاطرې څرګندې كړې محصلين يې د پښتو ژبې زده كړې ته وهڅول. همدا راز د امپيريل كمپيوتر اكاډمۍ له مسول مظهرحسين لخوا د اريانا پښتو ادبي ټولنې د علمي كميټې ( سرپرستي شورا) غړي ښاغلي حاجي سرورخان سرور ته لاس په لاس د لس زره روپيو د نقد چيك وركولو مرسته اعلان کړه . ښاغلي هاشمي د اريانا پښتو ادبي ټولنې له خوا د امپيريل كمپيوتر اكاډمۍ كې د پښتو ليك لوست او زده كړې په اړه د زده كړې مركز د پرانستلو اعلان وكړ. ناستو پوهانو استادانو او مينوالو دغه هڅه وستايله او ګردو زده كوونكو يې د زده كولو ژمنه وكړه . يادده دې وي چې د پښتو ژبې د ليک لوست او ادب درس به د ښاغلي استاد هاشمي لخوا تدريس کېږي. همدا راز امپيريل اکاډمۍ کې د انګليسي ژبي لوست او کمپيوتري درسونه ترسره کېږي، چې په څنګ کې به يې د پښتو ژبې لوست هم ويل کېږي. په غونډه کې ازاده مشاعره هم وشوه چې لسګونو شاعرانو پکې ګډون درلود. غونډه مازيګر مهال د مازيګرې په ورکولو سره پاى ته ورسيده.