کور / تازه خبرونه / له استاد محمد اصف صميم سره غمرازي څرگنده شوه

له استاد محمد اصف صميم سره غمرازي څرگنده شوه

پېښور:د افغان کولتوري بهير او ارياناپښتو ادبي ټولنې د پښتو ژبې او ادب د لوى حقدار ليکوال استاد محمد اصف صميم د تره زوي د کابل پوهنتون د ژبو ادبياتو پوهنځي پخوانى استاد پوهندوى وسيع الله سيار په مړينه خواشيني څرګنده کړه.د بهير مشر او اريانا ټولنې مشر ښاغلي سيف الرحمن هاشمي د ارواښاد سيار په اړه وويل: پوهندوى استاد سيار د هېواد علمي سټه وه، چې په خپل ژوند کې يې له هېواده بهر په دعوت جهاد پوهنتون او د هېواد په دننه کې د کابل پوهنتون په سلګونه ځوانان روزلي وو. الله دې د استاد سيار اخروي ژوند د نيکبختيا وړ وګرځوي ، کورنۍ او په ځانګړي توګه ښاغلي استاد صميم ته دې ددې لويي تشنې غوض ور په برخه کړي.د افغان کولتوري بهير مشر سکرتر ښاغلي سيد وارث حنيفي وويل: پوهندوى استاد سيار د هېواد يوه رڼه او ځلانده هستي وه چې د هېواد ښوونيز ډګر او پښتنه ټولنه يې په خپل درشل کې يوه ستر ه تشنه بولي خداى دې ارواښاد ته جنت فردوس ورکړي د اريانا پښتو ادبي ټولنې د علمي کميټۍ غړي ښاغلي حاجي سرور خان سرور د ارواښاد پوهندوى استاد سيار مړينه نه هرېدونکي وبلله. د ارواښاد علمي هڅه يې و ارزوله او ارواښاد ته يې د الله څخه د جنت او د بښنې ، کورنۍ ته يې د صبر غوښتنه وکړه.