کور / تازه خبرونه / په پېښور کې چاودنه شوې

په پېښور کې چاودنه شوې

پېښور:دپېښور پرنيورسټي سرک د ارباب روډ دبسونو په تم ځاى کې د چاودنه شوي چې له امله يې ٨ کسان وژل شوي او٤٣ ټپيان دي پوليسوچاودنه ځانمرگى بريد گڼلى دى او ٦ کيلوچاوديدونکي مواد په کې کاريدلي دي . پېښور کې افغان کونسل سید محمد ابراهیم خېل رسنيو ته ووايل چې چاودنه کې د افغان کونسلګرۍ دوه کارکوونکي قاري هلال احمد د قاضي امین وقاد زوی او وراره يې ادريس وژل شوي ابراهیم خېل وویل، برید هغه مهال وشو، چې د چاودنې ځای ته څېرمه د افغان کونسلګرۍ دغه کار کوونکي د دفتر پر لور روان وو.افغان کونسل وايي، د افغان کارکوونکو جنازې به پېښور کې کېږي، بیا به افغانستان ته لېږدول کېږي.د پېښې ځای ته نژدې خلکو ویلي، چې له چاودنې شېبه وړاندې د جماعت اسلامي یو کاندید حیدرخان او د پېښور کمېشنر له سیمې تېر شول.