د لښكرګاه او نادعلي ولسوالۍ پر غزېدلې لاره هغه مهال د قاچاق وړونكو پر كرولا موټر د ماين چاودنه وسوه كله چي د عيني شاهدانو په خبره دوئ د مسعود په مشرۍ پنځه سوه كيلو ګرامه تارياك نيمروز ته انتقالوله او څلور تنه پكي وژل سوي دي ، د سيمي د ليدلو پر مهال د پوليسو څو واسكټونه او درېشاني هم تر سترګو كېدلې چي يوې خوا او بلي خوا څيري او خوې پرتې وې .
د هلمند د پوليسو مشر مل پاسوال محمد حسين انډيوال د پيښې د پخلي تر څنګ ددوشنبې په ورځ وويل چي په كرولا كي څلور تنه قاچاق وړونكې چي د پوليسو يونيفورم يې په تن وو وژل سوي دي او نژدې درې سوه كيلو ګرامه تارياك هم په موټر كي وو نوموړي وويل چي دغه كسان پوليس نه وه .
وسله والو طالبانو د دغي پيښي پړه پر خپله غاړه واخيستله او ادعا يې وكړه چي وژل سوي كسان پوليس دي .
د يادوني وړ ده چي څو څو ځله په ورته پيښو كي د قاچاق وړونكو سره د پوليسو يونيفيوم ليدل سوى چي د يو شمير روڼ آندو په وينا ځيني سيمه ايز چارواكي خپله قاچاق وړونكي دي . او يا خو ورسره شريك دي