کور / تازه خبرونه / کندهار:یوي ترافیکي پيښي د(۳۰)کسانو ژوندواخیست

کندهار:یوي ترافیکي پيښي د(۳۰)کسانو ژوندواخیست

کندهار: یوتازه خبر وایې چي نن دکندهار-هلمند پر لويه لاره دمیوندولسوالي مربوط دخاک چوپان په سیمه کي ديوې ترافيکي پېښې له امله ٣٠ تنه مړه اويوشمېر نور ټپيان شول.
دهلمندولایت چارواکورسنیو ته وويل، چې د صدابهار افغان شرکت اړونده يو (٣٠٣ )موټر نن سهار وختي له لښکرګاه څخه دکابل پر لوري روان وو،اودکندهار ولایت دميوند ولسوالۍ په مربوطاتوکې له يوه ټېلرموټر سره ، چې دسړک پر غاړه ولاړ وجنګېدلى دى.
بله خواه دکندهار دوالي وياندجاوېد فيصل بیا وا یې ، چې دا پېښه دميوند ولسوالۍ دخاک چوپان په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، په دې پېښه کې د (٣٠٣ )موټر ٣٠ تنه سپرلي مړه شوې او لس نور ټپيان دي، چې ټپیان د پوليسو په موټرو نوکې دکندهار ميرويس روغتون ته رسول شوي دي.
دنوموړي په وینا لومړني معلومات ښيي، چې پېښه د بس له حده زیات ګړندیتوب له امله رامنځ ته شوېده .د کندهار والي ویاند زیاته کړه،چې د ټکر له امله دواړوګاډواوراخیستي اوپه کې دناستوسوځېدلوکسانوپیژندنه ګران کار دي.
د يادونې وړده ، چې تر دې مخکې دغزني ولایت په اړوند سیمه کي هم دکابل -کندهارپر لویه لاره د ٣٠٣ موټرو ډېرې ترافيکي پېښې رامنځته شوي، چې له امله يې سلګونوهېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خلک وايي ، چې ددې موټرو چلوونکي دنشې په حالت کې موټر چلوي ، چې له امله يې ترافيکي پېښې رامنځته کېږي .بله خواه خلک دهیواددولایاتودترانسپورټ اړوندوچارواکوڅخه هم ګیلي لری چي دمساپرو وړونکو موټرونو دشرکتودخاوندانوموټرونه نه کنترولوي اودموټرچلونکولیسانسونه هم نه ګوري چي آیا ریښتیا ډریوران ددغوموټرونودچلولووړتیاوي لری اوکه نه .