کراچۍ: بي بي سي په يو خبر کې وايي د پاکستان په کراچۍ ښار کې یوه بمي چاودنه شوې، چې د چارواکو په وینا له کبله یې شپږ کسان وژل شوي او ۱۲ ټپیان دي.چاودنه تېره شپه د مهاجرو قومي غورځنګ( ایم کیو ایم ) یوه ځايي دفتر ته نژدې نصرت بوټو کالوني سیمه کې شوې.د ځايي روغتون مسوولینو تایید کړه، چې دوی ته د پنځو وژل شویو کسانو جسدونه او د یوه وژل شوي یوازې سر ور وړل شوي دي.د کراچۍ پولیسو مشر ظفر عباس بخاري په وینا چاودېدونکي مواد په یوه موټر سایکل کې ایښي و، چې د ایم کیو ایم د دفتر مخې ته ولاړ و.له دې مخکې پولیسو د یوه ګاډي په باره کې شک څرګنداوه.دبمونو شنډولو فعالانو هم تایید کړه، چې بم په موټرسایکل کې اېښی و.د دوی په وینا چاودنه کې له څلورو تر پنځو کلو پورې باروت کارول شوي.”له دې پېښې دوې ورځې مخکې هم د یاد ګوند پر یوه ځايي دفتر بمي برید شوی.” له دې پېښې دوې ورځې مخکې هم د یاد ګوند پر یوه ځايي دفتر بمي برید شوی، چې پنځه کسان په کې وژل شوي وو. له هغې پېښې وروسته د ایم کیو ایم ګوند مشر الطاف حسین له خپلو ملګرو وغوښتل، چې ټول ټاکنیز دفترونه وتړي.و پاکستاني طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی.ایم کیو ایم ګوند پر خپل یوه دفتر د بمي برید پر ضد د احتجاج په توګه سند ایالت کې د جمعې ورځ د اعتصاب کولو اعلان کړی. د یاد ګوند مسوولینو له ښاریانو غوښتي، چې په دغه ورځ خپل کاروبار وتړي او له ښاري ټرانسپورټه یې غوښتي، چې ګاډي ونه چلوي.