بروکسل: دجمهوررييس حامدکرزى اودپاکستان دلوی درستیز جنرال اشفاق کيانى تر منځ په بروکسل کي دامریکا دبهرنیو چارو دوزیر جان کیری په منځګړیتوب خبري اتري وشوي اوددواړوهیوادودپرتوستونځودله منځه وړولوپه هکله بیلابیل نظریات وړاندي شول.
ددي ناستي ابتکاري لاره جان کیری هغه وخت پرانیستله ،کوم چي دپاکستان اوافغانستان ترمنځ نږدي اړیکي تر بل هروخت ډیري ترینګلي شوي .
دامریکا دبهرنیوچارو وزیر جان کیری دبروکسل دغه ناسته ډیره ګټوره وبلله اودخبرو پایلي یې ددواړوهیوادوپه ګټه وګڼلي .
جان کیری زیاته کړه ،چي ددي ناستي برلاسي دافغانستان او پاکستان ترمنځ دروغبت اوسولي لاري پرانیزي اودغه خبري دکنفرانس له لیاري نه بلکي دعمل په ډګرکي به هم اوچت ګامونه واخیستل شي.
حامدکرزي هم دژورنالستانوسره دخبرو پرمهال ددغه ناستي څخه خوشي څرګنده کړه . بله خواه دناټوعمومي منشي اندرس راسموسن هم مخکي له پاکستان څخه غوښتي وو،چي دافغانستان لپاره دسولي په هکله مثبت ګامونه پورته کړي اودپاکستان په خاوره کي دترهګروپرضد عملي کړنې ترسره کړي.
دیادوني وړده ،چي دپاکستان اوافغانستان دمشرانوترمنځ په ترکیه، لندن اوواشنګټن کي ځوځله ددواړوهیوادو ترمنځ دښواړیکواوپه افغانستان کي دسولي اوروغي جوړي په اړه خبري شويدي . دپاکستان اوافغانستان ترمنځ عادي اړیکي هغه وخت ترینګلي شوی ،چي پاکستان پرکنړولایت باندي خپلي را کټی بریدونه پیل کړه ،دننکرهارولایت دګوشتي په ولسوالي کي یې نوي دروازي پرانیستلي اودافغانستان دسولي دعالي شورااودعلماوو دشوراپه ګډه غونډه کي یې د نه ګډون پریکړه وکړه .ددي ټولوسرغړونوسره سره بیا هم پاکستان خپلوراکتي بریدونواودافغانستان پرخاوره باندي دتعرض اوغصب څخه لاس په سرنشواودغه سرغړوني لارواني دي.