کور / تازه خبرونه / په بلخ کي سیلابونو اوبارانونوخلکو ته ځاني اومالي تاوانونه واړول

په بلخ کي سیلابونو اوبارانونوخلکو ته ځاني اومالي تاوانونه واړول

مزارشریف: دبلخ ولايت څخه رارسیدلي خبرونه وایې چي د بلخ په مرکز مزار شريف ښار اودرېيو نوروولسواليوکې له ډیرواورښتونووروسته په راوتلوسيلابونوکې ١٥ تنه مړه شوي اوسلګونه کورونه يې نړولي دي.
د بلخ ولايتي چارواکي وايي چې له تېرودوو ورځو راهيسې له پرله پسې اورښتونو وروسته په بېلا بېلو سيمو کې سيلابونه راغلي دي. دغه سیلابونودځاني تلفاتوسربیره په میلیونونومالي تاوانونه هم خلکو ته اړولي دي . دسیلابو نوله امله دخلکوکورونه، څاروي ، اودکروندي ځمکو ته درانه تاوانونه اووښتي دي .
د مزار شريف د ځينو سيمو ترڅنګ په شولګر، کشنده او چارکند ولسواليو کې سيلابونو ١٦ تنه مړه کړي او ٦ نور لادرکه دي.په يادو ولسواليو کې تر ١٠٠٠ زيات کورونه د سيلابونو له امه زيانمن او ويجاړ شوي او په مزار شريف کې لسګونه تنه په اوبو کې بند پاتې دي.
د مزار د دشت شور د سيمې خلکو وويل ،چې په دې سيمه کې هم د سيلابونو له امله يو ماشوم مړ شوى ،٥٠ کورونه د اوبو تر ګواښ لاندې دي او امنيتي ځواکونو ددغوخلکو د ژغورلو په موخه هلې ځلې پيل کړې دي.
د شولګر ولسوال مولوي سراج الدين عابد په دې ولسوالۍ کې د اتو تنو مړينه او د شپږو تنو لاردک کېدل تاييد او زياته يې کړه ، چې سيلابونو تر زرو زيات کورونه ويجاړ کړي دي.هغه وويل، چې سيلابونو تر ٢٥٠٠جريبه زياته ځمکه او سلګونه څاروي هم وړي دي. عیني شاهدان وا یې چي د شولګر ولسوالۍد سيلابونو له امله دولسوالۍ بازار هم له منځه تللى او يو شمېر ښوونځي د اوبو له امله تړل شوي دي.
رپوټ زیاتوي، چې خورا ګڼ باران له تېرې شپي راهیسې پیل کړی او ځايي خلک له سیلابونو د پټېدو لپاره د سیمې جوماتونو او مدرسو ته تللي وو.د سیمې خلک ادعا کوي، چې دغه سیمه کې د ریل پټلیو غځېدو له کبله د باراني اوبو لار بدله شوې او د سیلاب په بڼه د دوی کورونو ته ورغلې.
ویل کېږي، چې د خراب موسم، باران او سیلابونو له امله د مزارشریف هوايي ډګر چارې هم له ځنډ سره مخامخ شوې او دغه ښار ته د الوتکو تګ راتګ هم ټکنی شوی.