پېښور:نن ماسپښين ٢:٢٨ بجې په پېښور کې زلزله وشوه چې ٣ سانيه يې دوام درلود. د شوې زلزلې په اړه تراوسه د تاوان کوم خبر نه دى ترلاسه شوى. او نه څرگنده شوه چې مرکز يې په کوم ځاى کې و. ياده دې وي چې په پېښور کې شېبه په شېبه باران کېږي او ورسره خواوشا ږلۍ هم شوې ده.