کور / تازه خبرونه / له خېبرپښتونخوا څخه دکانديدانوکره شمېره څرگنده شوه

له خېبرپښتونخوا څخه دکانديدانوکره شمېره څرگنده شوه

پېښور:په پاکستان کې په 11 مئ 2013ء دکيدونکو انتخاباتو لپاره دټولټاکنو کميشن انتخاباتو ته دولاړو اميدوارانو غوڅ فهرست جاري کړى ، چې دهغې له مخې دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې اؤ پيوست قبائيلي سيمو څخه دقومي اسمبلۍ 47چوکو ته 850 اميدواران ميدان ته راوتلي دي. ددې ترڅنگ دخيبرپښتونخوا داسمبلۍد99 عامو سيټونو دپاره هم 1,438 اميدوارانو ترمينځ مقابله کيدونکې ده. دخيبرپښتونخوا اسمبلۍ د99 چوکو دپاره تر ټولو دزيات 98کانديدان دعمران خان په مشرۍ دپاکستان تحريک انصاف لخوا په دغو انتخاباتو کې برخه اخلي اؤ اؤ په دوهم نمبر ورپسې دپخواني وزيراعظم ميا نواز شريف په مشرۍ دپاکستان مسلم ليگ(ن) 91 کانديدان انتخاباتو دپاره ميدان کې ولاړدي. همدغه شان دجى يو ائي(ف) 87، د جماعت اسلامي 86، دپي پي پي 82 اؤ دعوامي نيشنل پارټۍ 79 اميدوارانو هم ديوولسمې مئ دټولټاکنو معرکې ته مټې رابډوهلي دي.
په دغو انتخاباتو کې دازادو اميدوارانو شميره 571 ده. په خيبرپښتونخوا کې ديواځينۍ حلقې اين اى 24 ډي ائي خان لپاره 33 کانديدان ولاړ دي. دقبائيلي سيمو ددريوؤ څخه په يوه برخه حلقو کې د30ؤ څخه زيات اميدواران راميدان ته شوي دي اؤ په اين اى 36 قبائيلي سيمه دکانديدانو شميره 40 ده. دقومي اسمبلۍ دچوکو لپاره چې په خيبرپښتونخوا اؤ قبائيلي سيمو کې کوم اميدواران ولاړ دي ، په هغوي کې دنيمو نه زيات ازاد اميدواران دي اؤ پاتې سيټونه د39 سياسي پارټو لخوا ډک کړل شوي دي، يواځې 13 گوندونو د10 څخه زيات اميدواران اودرولي دي. په خيبرپښتونخوا اؤ فاټا کې دقومي اسمبلۍ دچوکو لپاره ولاړو کانديدانو کې دتحريک انصاف سره دتعلق لرونکو کانديدانو شميره 46 ده، دجى يو ائي 45، دجماعت اسلامي41، دپاکستان پيپلز پارټۍ 38، دعوامي نيشنل پارټۍ 33، دمولانا سميع الحق په مشرۍ دمتحده ديني محاذ 22، دډاکټر عبدالقدير خان په مشرۍ دتحريک تحفظ پاکستان 20، دايم کيو ايم اؤ قومي وطن پارټۍ 19,19، دجنرل(ر) پرويز مشرف په مشرۍ دال پاکستان مسلم ليگ اؤ پي ايم ايل(ق) دواړو 13,13 اؤ دپښتونخوا ملي عوامي پارټۍ دکانديدانو شميره 11ده.