پېښور:په افغانستان کې دپښتوادب نامورليکوال اوشاعر وړمه ورځ له اوږدې ناروغۍ وروسته د٧٩کالوپه عمر وفات شو .دحبيب الرحمن( بل) په جنازه کې دننګرهارولايت ولسي وګړو،ژونالستانو،ليکوالو،شاعرانو او دساپي مرکزپه استازيتوب س سيرت برخه واخسته.ارواښادپه ننګرهاراوکونړکې ٢١ کاله دقبايلودچارودرياست په چوکاټ کې دکنترول دعمومي مديرپه توګه دنده ترسره کړي وه ، حبيب الرحمن بل دافغان ملت دلومړيوبنسټګروڅخه شميرل کيده خوپه ځينومسايلو يې داختلاف له امله دافغان ملت سره خداى په اماني وکړه او دسپيڅلي هجرت او جهاد لاريي غوره کړه ، له کمونستي رژيم سره په مخالفت يې يوکال او شل ورځې دننګرهارپه زندان کي بند تيرکړ چې په ١٣٥٨کال په عمومي عفوه کي راخلاص شو ، له بند ورسته چي دپيښورپه اکوړي کې دهجرت ژوندغوره کړ څلورکتابونه يې چاپ شويدي .ارواښاد بل له مرګه پنځلس ورځې وړاندې دساپي پښتوڅيړنواوپراختيامرکزبنسټوال الحاج امام الدين ساپي څخه په يوه وصيتي پيغام کي غوښتنه کړې وه چې بايد دخپل اولس خدمت دهيواد په داخل کي وکړي او دبهرني کلتوري يرغل مخه ونيسي .حبيب الرحمن( بل) تيره ورځ دننګرهارولايت دچپرهاراولسوالۍ دللمې دکلي په خپله پلرنۍ هديره کي په نمجنوسترګوخاوروته وسپارل شو .