کور / تازه خبرونه / حامدکرزی نن په درې اړخیزه ګډه غونډه کې دګډون په موخه بلجیم ته روان شو

حامدکرزی نن په درې اړخیزه ګډه غونډه کې دګډون په موخه بلجیم ته روان شو

ارګ کابل: دافغانستان جمهوررئیس په خبر پاڼه کي ویل شوي چي حامد کرزی، د افغانستان، پاکستان او امریکا ترمنځ په درې اړخیزه ګډه غونډه کې د ګډون په موخه، نن له غرمې مخکې دیو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د بلجیم هېواد بروکسل ته روان شو.
دبروکسل په درې اړخیزه غونډه کې به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو،د سولې د بهیر، د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې د وروستیو رامنځته شویو ستونزو او د هغې له جملې څخه د ننګرهار ولایت د ګوشتې په ولسوالۍ کې د ډیورند دګرښې په اوږدوکې دپاکستان د اردو لخوا دسرحدي دروازې د جوړیدو پرڅرنګوالي بحث او خبرې اترې وشي.
له حامدکرزي سره په دغه سفرکې د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمی رسول، د ملي دفاع وزیر ستر جنرال بسم الله محمدي، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفرسپنتا، دجمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر رئیس عبدالکریم خرم او دجمهور رئیس ویاند ایمل فیضي ملګرتیا کوي.
بل لوري دناټوسازمان لوى منشي راسموسن وايي، که طالبان په خپله خوښه دسولې له پروسې سره يوځاى نه شي، نو پرمخالفينو پوځي فشار له سياسي حل لارې سره مرسته کولى شي
دناټوسازمان لوى سرمنشي انډرس فوغ راسمون دغه څرګندونې نن په بروکسل کې د دغه سازمان د بهرنيو چارو وزيرانودغونډې له پيلېدومخکې په يوه خبري غونډه کې وکړې..
په دې غونډه کې د ناټو د ٢٨ غړو هېوادونو او د ايساف ٢٢ هېوادونو ترڅنګ د افغانستان، روسيې او پاکستان استازي هم ګډون کوي.
د ناټو سرمنشي د افغانستان د سولې بهیر په اړه وويل، چې طالبان بايد په دې پروسه کې ورګډ شي او د دې لپاره لا د مخه شرايط وضع شوي دي.د هغه په وينا، طالبان بايد له تاوتريخوالي لاس واخلي، د افغانستان اساسي قانون دې ومني او د ښځو حقوقو ته دې درناوى ولري.