د كندهار په معروف ولسوالي كي چاودني ۶ كوچنيانو ته مرګ ژوبله واړول .
د كندهار د امنيه قومانداني وياند غورځنګ افرېدي وايي چي چاودنه د معروف ولسوالي د رسكۍ په سيمه كي هغه وخت پر يادو كوچنيانو وسوه كله چي دوي د خاشو په ټولو او لوبو باندي بوخت وه .
هغه وايي چي په چاودنه كي ۴ كوچنيان وژل سوي چي ۲ دوه يي هلكان او ۲ تنې انجوني دي او دوه نور كوچنيان ټپيان سوي دي .
د غورځنګ په خبره چي ددوي عمرونه تر لسو كلونو كم وه .
هغه دا كار د وسله والو مخالفين ياد كړ .
خو هغوي تر اوسه په دي اړه څه ندي ويلي .