کور / تازه خبرونه / د کندهار احمدشاهي لوبغالى پر نړيوالو معيارونو برابريږي

د کندهار احمدشاهي لوبغالى پر نړيوالو معيارونو برابريږي

د کندهار ولايت دسپورټ او بدني روزني آمرمحمدالله ګلالى وايي چي د ښاروالۍ رياست سره په ګډه به په روان لمريز کال کي ددغه ولايت احمد شاهي لوبغالى له طبعي څخه مصنوعي ته واړوي او پر نړيوالو معيارونو به يې برابر کړي.
هغه زياته کړه چي د ميدان د جوړېدو ترڅنګ به، د ځغاستي ميدان ربړي کوي او دسميټي چوکيو پر ځاي په تعدادد١٠٥٠٠ چوکۍ د نندارچيانو د ناستي لپاره چمتو کړي.
نوموړي په خپلو خبرو کي وويل چي دافکو کمپني دياد آمريت سره د١٧٢ جريبه مځکه مرسته کړيده چي دهغه اسناد دمرکز له لوري څخه به مکمل او نوموړي مځکه به دياد آمريت په واک کي ورکړل سي.
ده دتېر کال لاسته راوړني ښه وارزولې او وويل چي دسهيل لوېديځي حوزې په کچه کي دپام وړ لاسته راوړني درلودلي دي چي پرمهال يې د کندهار ولايت په مختلفو رشتو کي د پام او يادوني وړ لاسته راوړني درلودې.
دهغه په خبره د١٣٩٢ کال په اوږدو کي دشالمار په نو م سره يوه لويه سيالي تر سره کيږي چي په هغه کي دمختلفو ولايتونو څخه لکه هرات ،فراه ،هلمند،ارزګان ولايتونه برخه اخلي چي دروان کال دجوزا په مياشت کي به تر سره سي .
نوموړي وويل چي دوي په تير کال کي ٦ نفره چي ٢يي ځوانان او ٤ تنه نور يي پاخه عمر درلودونکي کسان وو ملي ټيم ته مو معرفي کړيدي .
دګلالي په خبره موږ په تير کال کي ډيري سيالي تر سره کړيدي لکه غيږنيوني ،بدني ښکلا او داسي نور چي په نوموړو سياليو کي کندهار ښه ځليدلى دى.
هغه همداراز وويل چي له دغوټولو سياليو څخه يي يواځني هدف ځوانان ورزش ته رابلل، ددوي تر منځ همږغي رامنځ ته کول دي،په دوي کي غوره لوبغالي ټاکل او ملي ټيم ته وړاندي کول دي چي وروسته به نړيوالو سياليو ته لاره ومومي .