د كندهار په ميوند ولسوالۍ كې ناپيژاندو وسله والو نهه تنه ماين پاكان تښتولي او له ځان سره يې بېولي دي .
د كندهار د والي وياند جاويد فيصل وايې ، څرګنده نه ده چې يادو ماين پاكانو په كومه موسسه پوري اړه درلودل ، په وينا يې هغوى بېله دې چې سيمه ايز چارواكي خبر كړي هلته تللې وه او كار يې پيل كړى وو .
د فيصل په وينا لا هم څرګنده ده نه ده چې تښوونكي څوك دي او په كومه ډله پوري اړه لري ، هغه وايې چې تښتوونكو د تښتوول شويو ماين پاكانو سره يو ځاى د هغوى كاسټر او امبولانس موټرونه هم بېولي دي .
د والي وياند وايې د تښتوني سيمه د لوى كارېز جنوبي ساحه ده او د تښتوول شويو ماين پاكانو د پلټني او ژغورني دپاره سيمه ايز مخور ، قومي مشران او محلي چارواكي بوخت دي
تر اوسه د هغوى د تښتوني پړه كومي ډلې په غاړه نه ده اخستي .