دافغانستان دجمهوری ریاست ویاندایمل فیضي نن رسنیوته وویل ،چي ډیرژربه دافغانستان اوپاکستان ترمنځ یوه بیړني غونډه دبلجیم هیوادپلازمینه دبروکسل په ښارکي جوړه شي.
په دي غونډه کي به دامریکادبهرنیوچارووزیرجان کیري ،حامدکرزي اودپاکستان دپوځ لوړرتبه مشران ګډون وکړي.دغونډي په اجندا کي به د ۲۰۱۴ کال نه وروسته دافغانستان په اړه دسولي اوروغي جوړي خبري، امنیتي حالات، ،دناټوځواکونواودبهرنیوسرتیرودوتلوموضوعات شامل وي .
فیضی زیاته کړه ،چي اوس دافغانستان اوپاکستان ترمنځ نږدي اړیکي ډیري خرابي شوي اودډیورنددپولي هغه خواه دننګرهارولایت دګوشتي پرولسوالي باندي دپاکستاني دروازوجوړول هغه ستونځي دي، چي خبری اوبحث به ورباندي وشي.
دفیضي په خبره دپاکستان نه همکاري دافغانستان دخلکودصبرحوصیله نوره پای ته رسیدلي ده .
په دغه ناسته کي به دناټودبهرنیو چارووزیران هم ګډون وکړي. څوورځي مخکي دافغانستان جمهوررئیس حامد کرزی دامنیت په شوراکي دملی دفاع ، کورنیواودبهرنیوچارووزیرانو ته دنده وسپارله ،چي پاکستان دي دافغانستان په خاوره کي ټولي جوړي شوي دروازی لیری کړي.
ایمل فیضي زیاته کړه چي دپاکستان نه همکاری دلسوکالو په موده کي دافغانستان دسولي اوروغي جوړي لړي په ټپه درولي اودمخالفنووسره دخبرو هڅوتراوسه پوري کومه رغنده نتیجه نه ده ورکړي.
دیادوني وړده ،چي په دي وروستیوکي دافغانستان اوامریکا اوافغانستان او پاکستان په اړیکوکي ډیری ناندري اوستونځي را منځ ته شویدي . حامدکرزي دامریکا دولت ملامت وګاڼی چي دطالبانوسره ډول ډول اړیکي لری او امریکا بیادکرزي دغه خبري په کلکه ردکړي.