په ننګرهار کې د فلمي ستورو ترمنځ د کرکټ سيالۍ پيل شوې
په ننګرهار کې د فلمي ستورو لسو لوبدلو ترمنځ د کرکټ دولس اوريزې سيالۍ پيل شوې.
دغه سيالۍ د يکشنبې په ورځ د جلال اباد ښار په سراج العمارت کرکټ اکاډمۍ کې د فلمي ستورو د لسو لوبډلو او د خپلواکو ژورنالستانو يوې لوبډلې په ګډون پيل شوې.
دغه سيالۍ د ختيځ زون د کرکټ بورډ په نوښت پيل شوې او شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي.
د ختيځ زون د کرکت بورډ رئيس قرار عزيزي د سياليو د پيل مراسمو پرمهال وويل د فلمي ستورو ترمنځ دغه سيالۍ د سولې په نوم پيل شوي دي، چې دوى د کرکټ سياليو له لارې د سولې غږ پورته کوي او له ټولو ښکيلو خواوو غواړي چې له جنګه لاس واخلي او سولې لاره خپله کړي.
عزيزي زياته کړه د سياليو په لومړى لوبه کې د جان ولي او يعقوب ناصري کرکټ لوبډلو ترمنځ سيالۍ وشوه چې د باران له امله په مساوي توګه پاى ته ورسېده.
په ورته وخت کې د فلمي ټولنې مسول نجيب الله صادق وويل دوى غواړي چې د کرکټ سياليو له لارې د سولې غږ پورته کړي او هم يې د کرکټ بورډ له اداري مننه وکړه چې د دوى ترمنځ يې د کرکټ سيالۍ په لاره واچولې.
ياده دوي څو اونۍ و ړاندې په ننګرهار کې د ژورنالستانو ترمنځ د فساد سره د مبارزې ترنامه لاندې سيالۍ هم پيل شوې وې.
د ختيځ زون د کرکټ بورډ مسولين ټينګار کوي چې په هېواد کې د ناخوالو ختمولو په موخه به يولړ نورې سيالۍ هم په لاره واچوي.