وسله والو طالبانو پر یوي امنتي پوستي د بريد په ترڅ کي څلور تنه پولیس وژلي دي .
پیښه نن غرمه څه باندي دوي بجي د مارجي ولسوالي د سیستاني په سيمه کي رامنځ ته سوي .
د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي چي وسله والو طالبانو په یاده سيمه کي پر يوي امنتي پوستي وسله وال بريد کړي چي پرمهال يي ۴ تنه پوليس وژلي دي .
وسله والو طالبانو د برید مسولیت په غاړه اخیستي او ويلي يي دي چي د څلور پوليسو تروژولو وروسته يي د پوليسو صلاح او مهمات هم وسله والو له ځان سره وړي دي .