کور / تازه خبرونه / کندهار : د اطلاعاتو او کلتور رياست وايي چي د غېري اخلاقي فلمونو مخنيوى به کوو

کندهار : د اطلاعاتو او کلتور رياست وايي چي د غېري اخلاقي فلمونو مخنيوى به کوو

د كندهار د اطلاعاتو او کلتور اداره وايي چي د غيري اخلاقي ، بربنډو او وحشت ناكو ويډيو ګانو او فلمونه مخنيوي به كوي او د پلورونكو سره به يي جدي كړني ترسره كوي .
په كندهار كي د اطلاعاتو او کلتوري رياست د غېري اخلاقي او بربنډو فلمونو او د هغو ويډو چي په ټولنه كي وحشت خپره وي او په روحي لحاظ زيانمن وي د مخنيوي كمپاين تر سره كړ .
غيري اخلاقي فلمونه او وحشت ناكه ويډو ګاني چي د ټولني لپاره په زيان دي زيات په هغو دوكانونو كي تر لاسه كيداي سي كوم چي د پيسو په مقابل كي ټليفونونه ته موسيقي او تصويرونه ليږدوي .
د كندهار د اطلاعاتو او کلتور سرپرست دواخان مينه پال وايي چي په دي برخه كي به يې كارونه جدي وي او په راتلوونكي كه يي داسي څه په هټيو كي تر لاسه كړل له پلورونكو سره به جدي عمل به تر سره كوي .
ټليفونو ته د ويډو ګانو په ليږولو كي د وسله والو طالبانو د وخت هغه تصويرونه هم په ډيره اساني سره تر لاسه كيداي سي كوم چي په ښكاره ډول انسان وژني ، مخامخ جګړي او هم د ځينو ځانمرګو بريدونو تصويرونه او لارښووني پكښي وي .
د كندهار د اطلاعاتو او کلتور د رياست چارواكي دا ډول تصويرونه د نسلونو لپاره د يو بد پيغام پريښوول بولي او زياتوي چي مخنيوي به يي حتمي كوي .