غونډه چي په كندهار كې د ازادو رسنيو څخه د ملاتړ ( نى ) د اداري په دفتر كې جوړه سوي وه پر مهال يي په كندهار كې د محلي رسنيو پر ستونزو او يو شمېر نورو موضوعاتو باندي بحث وسو . د غونډي د اجنډا مهم ټكى د ټاټوبي اونيزي له لوري پر سوي ليكنه او يو شمېر اړين موضوعات وه . په كندهار كې د نى د ساحوي دفتر مشر عبدالسميع غيرتمل شكايت وكړ چې ټاټوبي اونيزي په ده پسي تخريبانه ليكنه كړې او په خپلو ليكنه كي يې زيات توهيني الفاظ كارولي دي ، نوموړي ياده ليكنه د رسنيو د قانون او اخلاقو سره په ټكر كي وبلل ، ښاغلي غيرتمل او نورو ګډونوالو په خبر او ليكنه كې د ژورناليزم د اصولو پر مراعتولو ټينګار وكړ . همداسي په وار د محلي رسنيو مسوولينو او په كندهار كې د ملي او نړيوالو رسنيو استازو خپل نظرونه وړاندي كړه ، د محلي رسنيو مسوولينو له ديني عالمانو وغوښتل چې د مذهبي او ديني خپرونو په وړاندي كولو كي ورسره مرسته وكړي ، په وينا يي چي په دي اړه ديني عالمان همكاري نه ورسره كوي ،د جرګه ګۍ په غونډه كې پر هيواد تلويزيون هم نيوكه سوه چې د يوه رپوټ پر مهال يي د كندهار د مطبوعاتي دفتر او خبريالانو داسي تصويرونه خپاره كړي دي چې بايد نه واى خپاره سوي . د كندهار د مطبوعاتي دفتر مسوول او د والي وياند جاويد فيصل د خپل دفتر له لوري د خبريالانو سره د هر ډول مرستي ژمنه بيا تازه كړه . د جرګه ګۍ په غونډه كي يو ځل بيا د محلي رسنيو د خپرونو پر كيفيت او د خبريالانو څخه د رپوټ د چمتو كولو پر مهال د ژورنالستكي قوانينو د مراعتولو غوښتنه وسوه . د كندهار د اطلاعاتو او كلتور رئيس دواخان مينه پال ټينګار وكړ چې په دې برخه كي به د څار هڅي جاري وساتي .
دا جرګه ګۍ يوه نيمه مياشت مخكې د كندهار د محلي رسنيو د مسوولينو او دلته په كندهار كې د ازادو فعالو خبريالانو څخه جوړه سوه چي په هرو پنځلسو ورځو كي غونډه كوي .