دصوبه سرحد دټولنيز پرمختګ او خصوصي تعليم وزير ستاره اياز وايې چې شخصي تعليمى ادارې دتعليم په پرمختګ کښې مهم کردار اداکوي اوحکومت دشخصي تعليمى ادارو کردار ته په درنه سترګه ګورى خو دانګليسى ژبو دزدکړو په ادارو کښې مورنۍ ژبو په ځانګړې توګه دپښتو ژبه او ادب ته ځانګړې پاملرنه پکارده دپېښور دحيات آباد په سيمه کښې روانه سټينګ سټون مونڼسري ښوونځي کښې دستورى ته دوينا پرمهال ايالتى وزيرې زياته کړه چې په اوسني دورکښې دانګليسى او سائنس زدکړې ارزښناکه دي خومونږ ته دخپل تاريخ ژبې او کلتور په هقله هم دنوى کل لپاره څه کول پکاردي چې په نړى کښې خپله پېژندګلوى وساتو ا يالتى وزير وويل حکومت دشخصى، تعليمى ادارو ستونزو ته پاملرنه کوي محترمى ستاره اياز دښونځي سره لس زره کالدارې مالى مرسته وکړه.