کور / تازه خبرونه / سندرغاړی زیب خان وفات شو

سندرغاړی زیب خان وفات شو

پېښور:د مشال راډيو د خبر له مخې زیب خان چې اصلي نوم یې امیر زیب خان و او دتیرو څو کلونو راهیسې یې پښتو موسیقۍ ته کار کاوه ، نوموړی د يکشنبې په سهار د زړه د حملې د وجې له نړۍ سترګې پټې کړې.شاهزیب د زیب خان ورور ، د خپل ورور د مړینې په اړه وویل :(( دوه کاله مخکې پرې د فلج حمله راغلې وه ، بیا ښه شو، د اتوار په سهار پرې د زړه حمله راغله او مخکې تر دې چې هسپتال ته یې ورسوو ، وفات شو. ))شاهزیب وايي دوی دوه وروڼه وو، زیب خان دده نه مشر و او عمر یې څلور څلویښت کاله و.زیب خان واده کړی و او څلور ماشومان یې درلودل.مشرۍ لور یې ایمن پنځلس کلنه ده او په لسم جومات کې سبق وايي . زامن یې ذریاب او شاداب نومیږي او بله لور یې امن ده.زیب خان دسندرو اوه البمونه خپلو مینه والو ته وړاندې کړي دي . په مشهورو سندرو کې یې ( مورې …. په مینه مینه چې راګورې ) ، ( ای رخ زیبا … مرحبا ) او ( شکر دی زما شوله ) نومیږي . خو نورې سندرې یې هم په زړه چک لګوي. د ده ملګری هنرمند کرن خان وايي ، زیب خان یو ښه دوست ، ښه انسان او ښه هنرمند و :(( دی یو ښه هنر مند او ښه انسان و ، دخپلو مینه والو لویه حلقه یې لرله ، سوات پرې ښایسته و، ده کله هم غیر معیاري کلامونه نه ویل ، عام فهمه کلامونه یې ویل او ډیر دروند انسان و. ))زیب خان سندرې شوقیه ویلې خو په پېښور کې یې د صحت په محکمه کې کار کاوه، ده باندې دوه کاله وړاندې د فلج ( ګوزڼ ) حمله راغلې وه، خو بیا ښه شوی و.دوی اصلا د سوات د بلوګرام وسیدونکي دي خو د ژوند وروستۍ شیبې یې د پېښور د کیسه خوانۍ په ډکي نعلبندي کې تیرې کړې.مرګ د پښتو موسيقۍ له اسمان يو بل ستوری پنا کړ. زېب خان چې لا ځوان او د خپل عمر پاخه پړاو درشل کې و، د يکشنبې ورځ د اپرېل پر ۲۱ مه د زړه له حملې ساه ورکړه.زېب خان د سوات له ښکلې درې د پښتو موسيقۍ ټاټوبي کې زېږېدلی، او کله چې را لوی شوی، زده کړې يې کړي، بيا يې له سندرو سره په خپله مينه، د موسيقۍ ډګر کې پل ايښی او په خپل خواږه غږ يې پښتو موسيقۍ لا رنګينه او شتمنه کړې ده.د زېب خان په سندرو کې هم سوز و، او هم ساز. دی هم د مايکروفون ترشا موسيقۍ کې ځلېده، او هم يې بيا د موسيقۍ پر دريځ د سندربوللې ستوري ځلا کوله.”مورې! په مينه مينه چې راګورې!” د ده هاغه سندره ده، چې کېدی شي د پښتنو ميندو، او ان هرې هغې مور مينه يې پرې ماته کړې وي، چې غوښتل يې د خپل زوی د زړه له تل د خپلې مينې غږ واوري.”ښکلی دی کابل، خو کندهار له چا نه کم دی، تل دې اباد اوسي ننګرهار له چا نه کم دی” د زېب خان بله سندره ده، چې د سواتيانو په وينا له خپل “مورني ټاټوبي افغانستان” سره يې په کې مينه د خپل زړه له تله ايسته.په دې سندره کې د ده مينه له ورايه پرېښي چې د افغانستان نژدې پل پل يې ياد کړی او ستايلی دی، او د لرو بر ترمنځ د تړاو مزي يې لا غځولي او پياوړي کړي دي.زېب خان ريښتینی سندربولی و، ټپې يې ويلې لکه چې ويل يې “د ګل په شانې زما زړګی دی«« زخمي يې نه کړې ستا لېونی دی”.عشق او مينه يې په خپل سندريز اواز راغبرګه کړې، او په خپله ځانګړې سندريزه بڼه يې پښتو موسيقۍ کې د خپل غږ ځای او د موسيقۍ خپله هنري وړتيا ثابته کړې وه.زېب خان په “بلبل لالۍ جانه، مستې سيالۍ جانه” سندره خپله ځوانه ولوله مستوله، او هم يې په ځوانانو کې د اتڼ مستۍ ځواک را ويښاوه، چې په ځپلو څڼو به يې د خوښيو محفلونه نور راپاڅول، مستول او هم رنګينول.زېب خان چې هم به يې سندره چاڼوله او هم د سندرې توري او خبرې، که څه هم د ګوتو په شمېر البومونه يې خپاره شوي، خو ځينې سندرو يې اوږد مهاله او تل پاتې اغېز پرې ايښی دی.کېدی شي يوه يې “ای رخ زېبا مرحبا” هم وي، چې د سندرې خوند او رنګ دواړه ترې احساسېږي.دی يې د کورنۍ په وينا تېره نژدې موده کې ناروغ شوی، چې ورسره يې هنري فعاليت هم درېدلی و.زېب خان يې نور د مينه والو ترمنځ نه شته، خو په وتلو سندرو او موسيقۍ به يې ياد تل پاتې او ژوندی وي.