د تېرو دوو کلونو راپه دېخوا په کندهار کي شل زره کسان په نشو اخته سوي دي. د دې شمېرو له مخي هر کال په تخميني ډول لس زره تنه، هره مياشت 833 او هره ورځ27 تنه نوي په نشو اخته کيږي.
بې کاري او نشه يي توکو ته په اسانه لاسرسى هغه دوه عام لاملونه دي چي زموږ ډېرى هيوادوال يي له امله په نشو اخته سوي دي. اټکل کيږي چي په کندهار کي د ټول نفوس په کچه لسمه برخه اوسېدونکي په نشو روږد دي. په داسي حال کي چي د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې رياست، د عامي روغتيا رياست، ولايتي اداره او يو شمېر نوري مرستندويه موسسې هم د نوموړو کسانو په درملنه بوختي دي. د ټول کندهار په سطحه چي تر يو اعشاريه اووه ميليونو تنو پوري نفوس لري يوازي درې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملني مرکزونه موجود دي.
د دې کسانو شمېره په داسي حال کي ډېرېږي چي تر 2014 کال وروسته د اقتصادي رکود خبري لا هم په خلکو ګډي دي. له بلي خوا په دې ولايت کي د نا لوستو کسانو تر څنګ د لوستو کسانو د بې کارۍ کچه د هري ورځي په تېرېدو ډېرېږي. په کندهار کي د درو درملي مرکزونو څخه چي د نشه يانو درملنه پکښي ترسره کيږي د يوه چاري يي په ټپه درېدلي دي. د کندهار د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې رياست چارواکي وايې چي د کره شمېرو له مخي په ټول کندهار کي دا مهال سل زره تنه په نشو اخته دي.
د دې شمېرو څخه معلوميږي چي په کندهار کي د هري ورځي په تېرېدو د نشه يانو شمېره مخ پر لوړېدو روانه ده، ځکه د 2010 کال ترلاسه سوي شمېرې ښيې چي اتيار زره کسان د دې مضرو توکو په کارولو اخته وه. د 2010 کال څخه تر دا مهاله پوري د دوو کالو په تېرېدو سره شل زره کسان په نشو اخته سوي دي، په دې حساب هر کال١٠٠٠٠ تنه، هره مياشت ٨٣٣ او هره ورځ ٢٧ تنه په نشه يي توکو اخته کيږي.
روانو حالاتو او د نشه يانو ډېرېدلو ته په کتو مو د ملت برخليک د يوې تيارې راتلونکي سره مخ دئ، ځکه د بې کارۍ کچه لا هم پر مخ روانه ده. پر همدې مهال مو امنيتي چارواکي وايې چي په اوسنيو جګړو کي اکثره همدغه په نشو روږد کسان ښکېل دي. په ورته وخت کي د ميرزامحمد خان کلاچې لويه هديره، د کندهار پريس کلب څنګ ته د ملا زلي بابا هديره، د شين غزي اصحابي او شرين جان پير زيارتونه هر سهار او ماښام د چرسيانو او روينيانو د خرابات او مناجات شاهدان وي، چي پکښي نشه يان د چرسو څخه پر ډکو سګرېټو باندي زهري خوندونه ټولوي.
د دې هر څه سره – سره بيا هم دا پوښتنه راپورته کيږي چي ولي ډېر ځوانان پوهي ته د مخه کولو پر ځاى د نشه يي توکو
کارولو ته زړه ښه کوي؟ د افغانستان د ډېرو ولايتونو نارينه او ښځينه کسان ځکه په نشو اخته کيږي چي يا خو بې کاري ده او يا ئې هم همسايه هيوادونو ته سفر کړى وي چي هلته په دي ناوړه بلا اخته سوي وي. خو د کندهار لويه بدبختي دا ده چي په عين حال کي د دوو خاينو او شيطانو هيوادونو سره ګډه پوله لري.
دوى که له يوې خوا د ټول افغانستان لپاره ښه نيت نه لري له بلي خوا يې دا اوازې هم اسمان ته پورته سوي دي چي
نوموړي هيوادونه افغانستان ته خپل هغه زهري توليدات ليږي چي په لوى لاس خلک نشې کولو ته اړباسي. په ځانګړي ډول په بېلابېلو نومونو سره زموږ هيواد ته د ډول- ډول مشروباتو رالېږل دي. نوموړي مشروبات هغه وخت افغانستان ته صادريږي کله چي ئې هلته وخت پوره سوى وي، بيا فقط د څو ورځو لپاره نوي لېبلان ورته جوړ کړي، وروسته ئې د تازه او ښه معيار لرونکي مشروباتو په نامه راباندي خرڅوي. دوى يوازي پيسې ترلاسه کوي، خو زموږ مرګ او ژوند ورته هيڅ ارزښت نه لري.
په دې چاره کي مو خپل ځيني ملي تجاران هم ګډه ونډه لري، ځکه همدغه تجاران دي چي دغو تر وخت تېرو موادو ته ئې د راوړلو زمينه مساعده کړې ده. ملي او محلي رسنۍ يې هم په لوړه غاړه په ښه کيفيت سره اعلانوي او زموږ نالوستو هيوادوالو ته ئې همدا د بېلابېلو کيمياوي موادو څخه ډک مشروبات دونده مقدس ګرځولي دي چي سپېڅلو او پاکو اوبو ته څوک اشاره لا هم نه کوي.
جالبه لا دا ده چي زموږ اکثره لوستي ځوانان يې هم د خوند، ميني يا هغه د دوى په خبره د (سټايل) له مخي يې کاروي، خو په دي نه پوهيېږي چي خپله همدا مينه به ئې يوه ورځ سګرېټو څکولو ته اړ باسي. دوهمه ورځ به يو څه لوړه نشه کوي او په همدې ترتيب يوه اوونۍ وروسته به چرس، روين، تارياک او … هغه کمزوري مواد وي چي د دوى نشه به هم نه سي ور ماتولاى. هغه د دوى په خبره له سهاره تر ماښامه به خماريان ګرځي.
هغه زهري خوند چي نن د يوه دانه سګرېټ څخه ترلاسه کيږي همدغه خوند او مينه به ئې يوه ورځ د مرګ هغه ژوري کندي ته ور غورځوي چي د تل له پاره به يې د دې نړۍ سره مخه ښه کړې وي. هلته که څوک زر واره هم توبې او زارۍ وکړي هيڅ ځاى به هم ونه نيسي ځکه موږ د خپلي توبې دروازه ان په خپل ژوند کي لا د ځان له پاره تړلې وه. نو د دې له پاره چي هم مو په دې دنيا کي برياليتوب په برخه سي او هم مو راتلونکې نړۍ روښانه سي، راځئ چي د دغو ناپاکو موادو د کارولو سره همېشنۍ مخه ښه وکړو.
دا مواد که له يوې خوا د انسان د ټول وجود له پاره تاواني دي له بلي خوا زموږ اقتصاد ته ستره ضربه رسوي. نو هغه پيسې چي پر د غو ناروا توکو باندي د لاسه ورکول کېږي ښه به دا وي چي د خپلي کورنۍ نفقه په برابره کړل سي او همدارنګه د خپلو اولادونو د روزني، تربيې او ښه ژوند له پاره مصرف سي. په ورته وخت کي دولت هم مجبوره دئ چي د دغو کسانو د درملني غم وار د مخه وخوري. کنې خداى (ج) مه کړه د همدغو کسانو ډېرېدل به يو بل لوى او خطرناک ناورين رامنځته کړي.
اوسني دوه موجود هغه مرکزونه چي د نشه يانو درملنه پکښي کېږي کفايت نه کوي او بايد چي ډېر کړل سي، ځکه په دې دوو روغتونونو کي تر شپږ مياشتنۍ دورې وروسته يوازي شل کسان روزل کيږي چي د هغو له جملې څخه هم ځيني يې وروسته بيا نوړو توکو ته مخه کوي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه