ماشومان چي دکورخوشالۍ اودخندا واسطې گڼل کیږي،دسبا ورځي راتلونکې ده راځئ چي دا راتلونکې روښانه کړو،دمور غیږه تر ټوله ښه سالمه اوعاطفه ښوونځی ده،که موراوپلارخوشاله وي دماشوم پرذهن باندي دا خوشالي ډیرمثبته اغیزه لري.تازه تحقیقات ښیي چي پرماشومانو دسمی ودي لپاره یوازي دې ته اړتیا نه لري چي له دوئ سره نرم اوښه سلوک وشي،بلکي دې ته یې ډیره اړتیاده چي مور اوپلار اودکورنۍ نور غړي له یوبل سره توند اوتریخ سلوک ونه کړي ځکه دا منفي سلوک پرماشومانو ډیر ژور منفي اغیزلري.
دماشوم پرذهن منفي عوامل:
لومړی: هرهغه تریخ سلوک اوتونده رویه چي دماشومانوپه مخکي کیږي منفي اغیزې لري،ځکه ځیني خلک په دې نه پوهیږي چی بده رویه څوندي دخاوند اوماینې ترمنځ حالات تریخوي هغوندي دماشوم په ذهن کي منفي اغیزې زیږوي.
ماشومان دخپل مور اوپلار خبروته خاص پاملرنه کوي اولومړنی ژبه هم دخپل مور اوپلارڅخه زده کوي نو پلاراومور ته ډیره لازمه ده چي خپل دماشومانو په مخکي سمي او دخوشۍ خبري وکي نه داچي دخپلو ځانو سره به یې ښه کړی وي بلکي دخپلو ماشومانو دذهن اوشخصیت سره هم ښه کړي وي.
دویم: منفي،جنگي اوعاجل انفجاري خبرونه کتل دماشومانوپه مخکي ماشوم هیجاني کوي،دغه لیدل شوي صحنې به یې له حافظې څخه تر ډیره نه وځي اودابه یې همیشه فکراوذهن پریشانه کوي،همدا لاملونه دي چي دماشوم پرشخصیت منفي اغیز اوتاثر پرې باسي.
ذهن ته یې منفي سوالونه اواندیښنې پیداکيږي.شاید په راتلونکي کي د ده میلان هغې خواته سوک شي.په راتلونکي کي ځان ډاډمن،په امن اوراحتۍ کي نه احساسوي،وارخطا اوپریشانه به وي.
دریم: دجنگي،بیره ونکي او وحشي فلمونو کتل دماشوم پر حافظې بد تاثیر اوماشوم له ویري او اضطراب سره مخ کیږي،ماشوم شاید په رتلونکی کي دبې جرائتۍ احساس وکي اودهدف په ټاکلو کي کم راځي. دخپلو ماشومانو هدف وپوښتئ او ولیکئ کله چي غټ سي ورپیاد یې کړئ، ماشوم ته هیڅکله هم درد مه ورکوئ ځکه دجسم درد دڅه وخت وروسته جوړ اوبیا له یاده هم وځي خو دفکر اوذهن درد ترکلونوکلونو پوري دوام کوي.دماشومانو دخوښي فلمونه ورته موجود کښیږدئ ترڅو دنورو فلمونو هیله ورڅخه ورکه اوهیره کړو.
څلرم: دماشومانو سوالونو ته ریښتني اوسم جوابونه نه ورکول.
دماشوم هرسوال ته باید منطقي اوپرځای جواب ورکول سي،ځني خلک دې موضوع ته خاص توجه نه کوي خو دماشوم دذهن وده له همدې ځایه پیلیږي،ماشوم هري خبري اوهري موضوع ته ډیر دقیق اوخاص متوجه یې تر څو په هره خبره په واضع ډول پوه سي له دې پوهي څخه بیا دی یوخاص خوند اخلي همدا لامل دئ چي کله کله ماشوم ډیر لوړ اوحیرانونکي سوالونه کوي په دې مرحله کي دماشوم د ذهن وده ذکاوت مرحله بلل کیږي.
که ماشوم ته دسوال جواب منفي او یا ورته درواغ وویل سي دهغه ذهن همداسي بې مانا سوالونه اوجوابونه نیسي چي بیا ماشوم دټمبلۍ خواته نږدې وي.
پنځم: ترټل،مایوسه کول اویاهم کښته راوستل دنورو ماشومانومخکي دهغه روحیه اوفکر ځپي ماشومان همیشه باید تشویق کړو ترڅو په خپل ځان باور ولري دا باور دده په وجود کي د هرکار وړتیا پیداکوي پر ځان ویسا او لوړو فکرونه کوي دماشومانو ذهن هغه وخت وده کوي ترڅو دوئ خپلواکه اوپرځان باوري سي،ماشوم ته باید وخت دهرکار دکولو اوسرته رسولو اجازه ورکو ترڅو بریالی اوسي که نتیجه ورنه کړي خو بیاهم ورته دبل ځل لپاره تجربه او اماده گي لري.
پایله: ښه سلوک مثبتي مشهورې،ټولنیزی اخلاقي خبري دماشوم په مخکي کول دماشوم پرذهن او شخصیت مثبت اغیز لري.
ماشومانوته باید ځانگړي دارواپوهني اوخاص کارتوني فلمونه پید او ورته ښکاره سي ترڅویې پرذهن ښه اغیزه پریوزي.
ماشومان خپلواکه پریږدئ،دهغو په واک کي حساب او دکور یانوره سودا په لاس ورکئ دانه چي په حساب یوازي پوه سوی وي بلکي پرځان به په پوره ډول ویسا وي.
دنورو مخکي ماشوم ترټل اوکم راوستل ماشوم ته مایوسي او ناراحتي بخښي ځان ورته کم اوناخپلواکه احساسیږي،ماشوم ته دکار کولو ښه روحیه ورکئ ترڅوپه ځان باوري سي ځکه انسان دخپل باور زیږنده دی هرچاته که مینه ورکول سي پرځان یې باور راځي اوبیانو دهرکاردتوان کولو قدرت درلودلای سي.ماشوم ته دکور په کارونو کي ونډه ورکول ماشوم ته ډاډ ورکوي.
کوښښ وکړئ چي خپل او د خپلو ماشومانو په ژوند کي ښه والی او سموالی راولئ .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه