بغلان: دبغلان ولایت څخه دخبریوه سرچینه وایې ،چي یوي پیغلي اوولس کلني انجلي دبغلان ولایت دتاله برفک پرولسوالي باندي وسله وال بریدکړیدی . دغه انجلي چي د تاله برفک دولسوالۍ او سیدونکي ده دتیری اووني دجمعي په ورځ یې دیوه میل کلاشنکوف په وسیله پر ولسوالي باندي برید پیل کړی .دخبرسرچینه زیاتوی چي دولسوالي دامنیتي سرتیرواودغي وسله والي انجلي ترمنځ بریدونه ۴۰ دقیقو ته ورسیدل .وروسته د سیمي دسپین ږیرو په مرسته دغه وسله وال مقامت پای ته ورسیدي اوانجلي امنیتي چارواکو ته تسلیمه شوه.دتاله برفک ولسوال فیض امیری دپیښی دتائید تر څنګ رسنیوته وویل،چي شاید دغه پیغله ځوانه انجلي رواني تکلیف ولري ،چي پرون مازدیګر یي دبغلان ولایت دتاله برفک پرولسوالی باندي وسله وال بریدوکړی.
دغه انجلي اوس په ضمانت سره خوښي شوي ا ودپیښي په هکله پلټني رواني دي. ویل کیږي چي دغه انجلي دجهاددیوه پخواني قوماندان محمد صالح لورده .