دافغانستان دکورنیو چارووزارت خبر پاڼي لراوبرویب پاڼی ته په یوه راغلي لیک کي خبر ورکړی ،چي دکورنیو چارووزارت په غوښتنه اودجمهوری ریاست په منظوري دغه لاندې ټاکني شوی دي:
۱:مل پاسوال حکیم انګاردفراه ولایت دامنیه قوماندان په توګه
۲: مل پاسوال آقانورکینتوزدکورنیوچارووزارت ددرونوجرمونودپلټني اوکشف په عمومي ریاست کي ددرونو جرمونوسره دمبارزي درئیس په توګه ټاکل شوی دی.
دخبرسرچینه زیاتوی چي ښاغلي حکیم انګاردکورنیو چارووزارت دپیژنتون په ریاست کي احتیاطي افسروو،او ښاغلی آقانورکینتوز دفراه ولایت دپخواني قوماندان په توګه دنده پرمخ بیوله .
همدارنګه سمونوال محمدنذیرعجب ګل چي پخواه یې په دي وزارت کي ددرونو جرمونوسره دمبارزي درئیس په توګه کارکاوی ،ددندي څخه ګوښه شوی اوداحتیاط دوري ته استول شوی دی .
په خبر پاڼه کي ویل شوی چي دغه ټاکني په دنده کي دښکارپه وجه منځ ته را غلي دي .