تېره شپه شاوخوا یولس بجې د میدان وردګو ولايت،سیداباد ولسوالۍ په
اولبدین سیمه کې د وسله والو طالبانو یو تن ووژل شو او څلور تنه نور یې
هغه مهال ټپيان شول،کله چې دوی په یاده سیمه کې د امنیتي ځواکونو له برید
سره مخامخ شول .
د دغه نښتې په ترڅ کې وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو سربیره له
دوی څخه یو عراده موټرسایکل،څلور شاجورونه او یوعدد پرتله هم د امنیتي
ځواکو نو لاسته ورغلي دي.
د یادې پېښې د وژل شوي طالب جسد له یو میل کلاشینکوف سره په سیمه کې پاته او ټپیان یې د وسله والو مخالفینو لخوا نامعلوم ځآی ته انتقال شوي،چې د
نیولو په موخه یې د امنیتي ځواکونو هڅې رواني دي.
به دی اره وسله والو تر اوسه سه نه دی ویلی