دتخارولایت په مرکز تالقانوکې دبي بي مریم دلیسي ۴۸ زده کونکې مسموم شوی دي . دتخارولایت دروغتیایې چارو ریاست رسنیوته ویلي ،چي یوزیات شمیرنجوني دتخارولایت روغتون ته را وړل شوي اوزیاتره یې د ضعف او بیهوشي په حالت کي وي .دتخارولایت دعاموروغتیا ریاست رئیس حفیظ الله صافي رسنیو ته وویل ،چي دنجونودمسموم کیدوعلت تر اوسه پوري مالوم نه دي اوپه دي هکله پلټني رواني دي .
یوي زده کونکي نجلي چي دروغتون څخه کورته تللي ده ،رسنیو ته وویل چي نن ورځ وروسته له هغه چي ټولګي ته ورننوته ویې لیدل چي ټولګیوال یې بیهوشه پراته دي اودلږ ځنډوروسته خپله هم بیهوشه شوه .
په دي وروستیوڅوورځوکې دادویم ځل دی ،چې په تخارولایت کې دښوونځي نجونې مسومېږي. تېره پنجشنبه هم نژدې ۲۰نجونې دتالقانودبی بی هاجري په یوې لیسې کې مسمومې شوې وې. اوتیرکال هم دتخارولایت کي د(۶۰۰ ) څخه زیاتي زده کونکي نجوني په بیلابیلو پیښوکي مسموم شوي وي .