(پژواک،د پژواک خبری آژانس خبر ورکوی چي ١٦ تنه ځوانان، چې دغزني ولايت اوسېدونکي دي اوهلمند ته د کوکنارودنېش وهلولپاره تللى وو، د وسله والوله لوري وژل شوي دي.
د قره باغ ولسوال فضل الرحمن نظروال د غويي په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته وويل، چې په وژل شووکې اته تنه يې د قره باغ اواته نور يې د اب بندولسوالۍ اوسېدونکي وو.
د هغه په وينا، په هلمند کې دوژل شووکسانو مړي پرون په خپلوسيمو کې خاورو ته وسپارل شول.
نوموړي زياته کړه، چې ددې کسانو دوژل کېدو په اړه بشپړ معلومات نشته، خو ويل کيږي، چې د هلمند په ګرشک کې دکوکنارو د نېش وهلو پر مهال د وسله والو تر بريد لاندې راغلي دي.
د قره باغ د عسکرکوټ اوسېدونکي عبدالباري هم پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ له هلمند څخه د هغو اتو ځوانانو مړي راوړل شول، چې د جمعې په ورځ د نېش وهلو پر مهال وسله والو وژلي وو.
نوموړي زياته کړه، چې په وژل شوو کې د يوې کورنۍ درې کسان هم شامل دي.
د غزني يو امنيتي چارواکى، چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي هم دا مني، چې په هلمند کې ١٦ تنه کارګر د وسله والو په بريد کې وژل شوي دي.
سرچينه وايي، چې د دې کسانو د وژنې د علت د موندلو په موخه يې پلټنې پيل کړې دي.
علاوالدين، چې په خپله د نېش وهلو لپاره هلمند ته تللى و او د پېښې عيني شاهد دى وايي، چې د جمعې په سهار د ګرشک په برنګ سيمه کې پرې بريد وشو.
نوموړى چې په تېښته بريالى شوى وايي، چې اتو تنو مخ پټو وسله والو پرې بريد وکړ او شاوخوا شل تنه يې مړه او ټپيان کړل.تر دې مهاله د يادې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى او د هلمند چارواکي هم له دغې پېښې ناخبري ښيي.
تېره اونۍ هم په ورته پېښه کې دهلمند په ګرشک کې دغزني دمقر ولسوالۍ څلورکارګر وسله والووژلي وو.