اسلام اباد : دبي بي سي د خبر له مخې د پاکستان د روان ميلادي کال د مى د ټاکنو لپاره د جمعيت علما اسلام ګوند په خپل اوږده خپور کړي منشور کې پر بهرنۍ تګلارې رڼا اچولې ده.دوى وايي چې له لويه سره به بهرنۍ تګلارې د ملي ګټو په چوکاټ کې ويني او حل لاره به ورته ګوري.دغه منشور د کشمير او افغانستان په باب جلا فصلونه لري.د اسلام پالې دغه پاکستاني ګوند منشور په انګريزي ژبه ليکل شوى دى.د مولانا فضل رحمن ګوند په افغانستان کې سوله او ثبات د پاکستان له سولې او ثبات سره تړلي ګڼي او د پاکستان سوله او ثبات هم د افغانستان په ګټه يادوي.په منشور کې راغلي چې دغه ګوند پخوا هم د افغانانو د خپلمنځي خبرو اترو ملاتړ کړى دى او اوس هم په دې باور دي چې د افغان لانجې يوازينى حل د خبرو اترو دى.د مولانا فضل رحمن د ګوند منشور وايي له خبرو اترو پرته د افغان لانجې بله حل لاره نشته.دغه ګوند ادعا کوي چې د دوى دغه دريځ ځکه سم راختلى چې د ناټو په چوکاټ کې شامل ټول هېوادونه د دوى په وينا له طالبانو سره خبرې اترې غواړي