واڼه :د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې د یوه خپلواک کاندید پر ټاکنیزه غونډه د راکټونو برید شوی، چې په کې یو کس وژل شوی او نهه نور ټپیان دي.واڼه کې یوه ځايي حکومتي چارواکي بي بي سي ته وویل، چې د خپلواک کاندید نصیرالله خان پر ټاکنیزه غونډه هغه مهال راکټي برید وشو، چې زرګونو کسانو په کې ګډون کړی و.د نوموړي چارواکي په وینا دوه راکټونه غونډې ته څېرمه لګېدلي او یو بل په واڼه بازار کې لګېدلی دی.د هغه په وینا دغه برید کې محمد نور نومي سړی وژل شوی او نهه کسه نور ټپیان شوي، چې ځايي روغتون ته لېږدول شوي دي.هغه زیاته کړه، راکټونه د واڼه بازار شمال ته وچ خوړ سیمې نه توغول شوي، چې د مسېد قوم سیمې ته څېرمه موقعیت لري.