د کندهار امنتي چارواکي د کندهار په دريو ولسواليو کي د اتلسو کورنيو او بهرنيو وسله والو د وژلو او اوو نورو د نيولو خبر ورکوي .
دا عمليات د تيرو دوو اونيو پر مهال د کندهار په ميوند ، پنجوايي او معروف ولسواليو کي تر سره سوي دي .
د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق وايې چې په وژل سويو او نيول سويو کسانو کي پاکستاني وسله وال هم شامل دي .
د امنيه قوماندان په وينا چي عمليات يوازي د ملي او سرحدي پوليسو له لوري تر سره سوي دي چې پر مهال يي د چاوديدونکو توکو او وسلو تر څنګ د وسله والو طالبانو شل عرادي موټرسيکلونه هم د پوليسو لاس ته ورغلي دي .
چارواکي وايې چې په دې عملياتو کې د دوی ځواکونو ته زيان نه دی رسيدلی .
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي .