د امریکادبسټن په ښارکې ددوشنبې دماراتون دځغاستې دسیالي پر مهال دچاودونو په لړکې دپولیسوتر شک لاندې ددووکسانوڅخه یو ووژل شواو د دویم کس لټون دوام لري.
دCNN خبری سرچینه وایې ،چي پولیسو دبسټن ښار ته نږدي دواټر ټاوون په سیمه کې هغه وخت عملیات پیل کړل، چې دمېساچوسټس دپوهنتون په لیلیه کې یو پولیس دنامعلوموکسانو په ډزوکې ووژل شو.
ځايي چارواکي وايي چي وژل شوی پولیس افسردپنجشنبې په شپه دتاوتریخوالي په اړه له خبرېدووروسته هلته تللی وو،چې ناڅاپه پرې ډزې وشوې او له ټپي کېدو وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.
پولیس وایې چي دپېښې وروسته مشکوک کسان په یوه غلاشوي تورمیرسیدس بینزکې وتښتېدل. پولیسو دهغوي دنیولو په لټه کي شول. دغو وسله والوپر پولیسو باندي ډزي وکړي اوپولیسوهم ددوی دځوابیه ډزو په مقابل کی ځواب ورکاوي، چي وروسته ددوی نه یوشکمن کس دپولیسو په ډزوکي ټپی شواووروسته په روغتون کي دژور ټپ له لاسه مړشو ،اودویم کس دپولیسو نه تښتیدلي چي تر اوسه پوري لادرکه دی.
ورک شکمن کس هغه کس دی چي پرون یی پولیسواوڅارګری اداري انځورونه خپاره کړی وو .اوسپینه خو لۍ یي پر سروه .پولیسودټولوخلکو نه غوښتي دي چي ددغه وسله کس دلیدلو پرمهال ډیر ژر دپولیسواداري سره اړیکي ونیسي . پولیسو دا هم ویلي چي تښتیدلي وسله وال کس ډیر خطرناک دي.
دامریکي رسنیو ویلي چي دغه دواړه کسان دپخواني شوروي اتحاد دچیچن دسیمی څخه دیي دوی ۱۱ کاله مخکي امریکي ته پناه وړي ،او دمهاجرت په چوکاټ کي يی ژوند کاوي .