غزني:د غزني ولایت امنیتي چارواکورسنیو ته ویلې ،چې ددوی د لومړنیومعلوماتوسره سم تېره شپه ناوخته نامعلوموکسانوداندړو په ولسوالي کي دپاڅون کوونکو (اربکیانو)پر یوې امنیتي پوستې وسله وال بریدکړی ،چې په پایله کي یې ۱۳ کسان وژل شوي دي. داسي ویل کیږي چي وژل شوي کسان لومړی مسموم شوي اووروسته بیاوژل شوي دي.
دغزني دوالي ویاند نبی جان رسنیو ته ويلي ،چې سیمې ته یې یو پلاوی لېږلي چې دپيښې په اړه بشپړمعلومات تر لاسه کړي .برید کوونکودپوستي یوه ګاډی او هلته موجوده وسله ټوله له ځانه سره وړي دي.
دغزنی ولایت داندړو په سیمه کي پاڅون کوونکي هغه ډله ده ،چې لومړی ځل یې دغزني په اندړو ولسوالۍ کې دطالبانو پر ضد وسله وال پاڅون وکړ اودغه لړۍ بیا دافغانستان نوروولایتونوته هم وغځېدله.
وسله والو طالبانو ددي پیښي مسئولیت منلي اووایې چې دغزني په اندړو ولسوالۍ کې یې ۱۵ تنه سیمه ییز پولیس وژلي دي.