کور / تازه خبرونه / په مزارشریف کي اقتصادی پرمختګ دبدلمنوښځو شمیرزیات کړیدی

په مزارشریف کي اقتصادی پرمختګ دبدلمنوښځو شمیرزیات کړیدی

نیویارک:دنیویارک ټایمز ورځپاڼي دمزار شریف دښاراوخلکوپه باره کي پلټني کړي اویورپوټ یې جوړکړي دي .په دغه رپوټ کي راغلي ،چي په مزار شریف کي دافغانستان ترټولونوروښارونوپه پرتله دبدلمنوښځوشمیر زیات دي
مزارشریف هغه ښاردي چي افغانانوته زیات ارزش اواهمیت لري . په دغه ښارکي مولانابلخي رومي پیدا شوی او دحضرت علي (رض) مزار هلته شتون لری. دغه ښارلمړنۍ ښاردی،چي داوسپني ریل ګاډي پټلې افغانستان دآسیایې هیوادو اوټولي نړۍ سره مښلوي.
په رپوټ کي راغلي چي په مزار کي خلک دچښلوالکهولي اونورنشه یې توکي په ډیری آساني سره لاسته راوړلي شي.داسي ویل کیږي چي خلک دنوروښاروڅخه مزار ته دساتیری او هواخوري لپاره راځې اودبدلمنوښځوخبره دهر سړی په خوله او دهر چاه ترغوږ ورسیدلی ده .
په مزار شریف کي مرستندویه اداري اوامنیتي چارواکي هم په دي ښارکي دبدلمنوښځو شتون مني. دمګړۍ په مزارکي اقتصادي وده اودسوداګریزومرکزونو او ښایسته ودانیو جوړول په چټکې سره پرمخ ځي.
په مزار شریف کي دښځودحقوقودګروپ مشره نیلوفروایې :
چي په مزار شریف کي دبدلمنو ښځو شمیر تر بل هر ښار زیات دي . موږ کوښښ کوو،چي دوی ته په مسلکي او صنعتي برخوکي بیلابیل پروګرامونه جوړکړو ترڅو دوی ته دکارموندني لاره پیدا شي اوددغه بدعمل څخه وژغورلي شي .
په دغه رپوټ کي را غلي چي بدلمني ښځي پخوا هم په مزار شریف کي موجودي وي خو پخوایې شمیر دومره ډیر نه وو لکه اوس چي دئ. دغه ناوړه عمل دافغانانو لپاره ډیر ي خطرناکي پایلي لری اوکله کله ددوی دوژلوسبب ګرځي. دبدلمنو ښځوانګیزه لاډیر ه پخوا په افغانستان کي رواج در لودي اواوس یې دسوداګري بڼه خپله کړی ده.رپوټ وایې چي دطالبانو په وخت کي دډیروسختو قیوداتو سره سره بیاهم په پټه دغه ناوړه عمل شتون درلودي.
پولیس وایې چي موږکوښښ کوو،چي دغه ناوړه عمل له منځه یوسو،خوموږ ته هم ګرانه ده،چي ددي عمل عاملین په آسانی سره پیداکړو.
داداري اواخلاقي فسادپرمختګ ددغوبدلمنو ښځو لپآره نور ه هم لاره هواره کړیده.
دپولیسودمالوماتوله مخي دغه ناوړه سوداګریزه ځان پلورل عمل په ډيري ځیرکي سره پرمخ روان دي او پولیسو ته هم ستونځمنه ښکاري چي دبدواو ښوښځوپیژندوینه وکړی ،ولي ځیني ښځي د فقر اوغریبي له کبله دغه کارکوي تر څوخپلو بچانو ته یوه ګوله ډوډۍ پیدا کړي.دمرستندویه ټولني کارکونکي وایې ،چي دغه ښځي په خپلوکورونوکي ژوند کوي اوخپله دخلکوسره هیڅ ډول اړیکي نلري،ولي ددوی ارتباطي سرچیني دوی ته مشتریان پیداکوی اوخپله هم ددي لاري ځانته پیسي پیداکوي.
په دي رپوټ کي راغلي چي دغه بدلمني ښځي اکثره طلاقي شوي ښځې او میړونه نلري خو ځیني یې بیا دغریبي او فقر لرویه داکارکوی اودځینو نوروښځو د فامیل غړي په نشه یی توکو معتاددي او ښځي يې دغه ناوړه عمل کوي.
په آخیرکي دغه رپوټ څرګندوی ،چي ډیري بدلمني ښځي دمګړۍ په مختلفو مرضونوباندي اخته دي اوحتي د ایدیز خطرناکه مرض هم ددوی په منځ کي موندل شوی دئ.