کور / تازه خبرونه / امریکاکي دتیکزاس کود(سری) فابریکه کي داورلګیدودرنه چاودنه وشوه

امریکاکي دتیکزاس کود(سری) فابریکه کي داورلګیدودرنه چاودنه وشوه

دCNN خبری آژانس څخه یوه بیړني خبر وایې چي دامریکا په تیکزاس کي (دویسټ )په نامه په یوه ښارګوټی کي درنه چاودنه را منځته شویده .په دغه چاودنه کي دوه کسان وژل شوي اوتر ۱۵۰ تنه نور ټپیان دي .ځا یې چارواکي وا یې چي امکان شته د تلفاتوشمیرد۵۰ نه تر ۷۰ تنو پوري ورسیږي ،دا ځکه چي دډیروروغتیایې حالت ډیر خراب دي .
دغه چاودنه لمړي د تیکزاس دویسټ ښارګوټی دکودواوسري په فابریکي کي منځ ته راغله ،او بیا وروسته فابریکي ته نږدي ګڼواستوګنځیوودانیوکي هم اور ولګیدي. رسني وا یې چي دپیښې ځای ته دژغورني اواوروژنې مرستندویي عمليي ترڅنګ شپږ چورلکي هم دچاودني ځاي ته رسیدلي دي. امبولانسونه په چټکې سره زیان من کسان دپیښي دسیمي څخه روغتونونو ته لیږدوي. عیني شاهدان وا یې چي داور لګیدني له امله دشنه آسمان فضا ډیره ککړه ښکاري.
دویسټ ښاروال تومی موسکا ویلي ،چي دلته استوګن ټول خلک باید دامن سیمي ته ولیږدول شي اوسبا بایددلته هیڅوک نه وي.
د ټیکساس والي ریک پیري ویلي: “موږ د پېښې په اړه مالومات راغونډوواو هڅه کوو، چې ژوبل کسان دروغتیامرکزو ته ورسوو.تر اوسه پوري داورلګیدني علت او سبب نه دی څرګند شوي.
دیادونی وړده چي دوي ورځي مخکي دامریکا دبستون په ښارکي هم دوي چاودنې وشوي چي له امله یي دري کسان وژل شوي او ترسلو زیات ټپیان شوي وو. ولي دامریکا چارواکي تراوسه پوري نه دي توانیدلي چي دچاودنی عاملین پیدا کړي.