دپکتیاولایت څخه یوتازه خبروایې چي نن دسیمي سلګونوخلکو دناټوځواکونوپر ضد لارین وکړي . خښم جنولاریون کونکو په زوره چیغي اوناری وهلي. دوی دناټودسه شنبه دشپنيو عملیات په کلکه وغندل.
دپکتیاولایت دوالي ویاند روح الله سمون وایې ،چي پرون دناټوځواکونوپريوه کورباندي بریدوکړی . دبرید په ترڅ کي د نړیوالوځواکونو په خپلسرو شپنیو عملیاتو کې، یو قومي مشر وژل شوی اودهماغه کو ردوې مېرمنې ټپيانې شوې دي.
دغه عملیات دڅمکنیوولسوالۍ له شهرنوبازارسره څېرمه، دمیرزاپه نوم دیوه قومي مشر پرکورشوي دي.
تراوسه په دې اړه په سیمه کې مېشتو بهرنیو ځواکونو څه نه دي ویلي.
دیادوني وړده ، چې دهېوادپه بېلابېلوسيموکې دبهرنيوځواکونودخپلسروشپنيوعملياتوکې ولسي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اووښتي ده .
دافغان دولت مشرکرزي څوځله په ټينګارسره دخپلسروشپنيوعملياتودبندېدلوغوښتنه کړېده؛ ولي هیچا ه ورته غوږ نه دی نیولي اودغه عمليات لاترسره کېږي اوعام وګړي پکې قرباني کېږي.