کور / تازه خبرونه / هرات:ماين چاودني ۱۱ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله .

هرات:ماين چاودني ۱۱ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله .

نن سهار د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کي د سړک غاړي د ماين چاودني ، د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه تنه ولسي وګړي وژلې او څلور نور يي ټپيان كړي دي .
دغه چاودنه نن سهار شاوخوا نهه بجې، هغه مهال د شينډنډ ولسوالۍ د زېرکوه په علي آباد سيمه کي وسوه، چي د ولسي وګړو يو مازدا موټر پر يوه خښ سوي ماين برابر سو .
د هرات د والي وياند محي الدين نوري وويل، چي دغه موټر له زېرکوه سيمې څخه د ولسوالۍ مرکز ته روان و، او د چاودني په پايله کي د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه تنه ولسي وګړي وژل سوي او څلور نور ټپيان سوي دي.
د کورنيو چارو وزارت هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره، ورته جزيات خپاره کړي او وايي، چې دغه ماين د وسله والو طالبانو له خوا ځای پر ځای شوی و.
تر اوسه ددي پيښي په اړه وسله والو طالبانو څه ندي ويلي .