په لغمان ولايت کي د سيمه ييزو پوليسو پر پوسته، د وسله والو طالبانو په ډله ييز بريد کي، د دغو پوليسو څلور سرتېري ووژل سول او يو بل ټپي سو.
د دغه ولايت د والي وياند سرحدي ځواک ته وويل، چې تېره شپه شاوخوا دوې نيمې بجې، وسله والو مخالفينو د الينګار – مهترلام د لويې لارې په اوږدو کي، په بي بي هاجرې سيمه کې، د سيمه ييزو پوليسو پر يوه پوسته ډله ييز بريد وکړ، چي په پايله کي څلور تنه سيمه ييز پوليس وژل سوي او يو بل ټپي سوی دی.
هغه په ياده سوي وسله واله نښته کي، د ګڼ شمېر وسله والو طالبانو د وژل کېدلو خبره هم وکړه؛ خو د دقيقې شمېرې په اړه يې ناخبرې وښوده .
وسله والو طالبانو ددي بريد مسوليت په غاړه اخيستي او زياتوي چي محلي پوليسو ته د مرګ ژوبلي داوښتو ترڅنګ يي مهمات هم تري تر لاسه كړي دي .