کور / تازه خبرونه / کندهار پوهنتون کي د حقوقو او عامه ادارې پوهنځى ايجادېږي

کندهار پوهنتون کي د حقوقو او عامه ادارې پوهنځى ايجادېږي

د کندهار پوهنتون رئيس ډاکټر حضرت مير توتاخېل وايي پلان لري چي ډېر ژر په دغه پوهنتون کي د ځوانانو د ښه تري روزني لپاره د حقوقو او عامه ادارې پوهنځي هم ايجاد کړي او په ښه توګه سره د ځوانانو علمي تنده ماته کړي.
هغه چي نن يې د کندهار ولايت د رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کي جوړي سوي خبري غونډي ته خبري کولې زياته کړه چي په دې اړه يې له مرکز څخه موافقه هم تر لاسه کړې او کولاى سي په دغو برخو کي شاګردان ومني.
نوموړي وويل چي دامهال په کندهارپوهنتون کي اووه پوهنځي لکه طب، انجينيري، اقتصاد،تعليم و تربيه،شريعات،کرهڼه اوژورناليزم شتون لري چي پکښي (٥٠٠٠) محصلان زده کړي کوي او په خپل کاري پلان کي لري چي ددې حوزې دځوانانو لپاره دحقوقو او عامه ادارې پوهنځي پرانيزي.
توتاخېل زياته کړه په پام کي لري څو دکندهارپوهنتون لپاره يو کتابتون د درې نيم مليونه ډالرو په ارزښت جوړکړي چي ياد لګښت به د امريکا هيواد نظامي برخه ورکوي ، او همدارنګه پلان لري چي په راتلونکي کال کي د انجينيري پوهنځي د سيمينارونو لپاره تعميرجوړ کړي څو پرتې ستونزي له منځه ولاړي سي.
ښاغلي توتاخېل همدارنګه وويل چي تردې مهاله (٣٨) محصلين يې دخارجي بورسونو له لاي دماسټري لپاه خارجي هيوادونو ته استولي دي.
حضرت ميرتوتاخېل همداراز زياتوي چي دژورناليزم دپوهنځي لپاره اړينه ده چي يو درې پوړيزه وداني جوړه کړي خو دبودجې دکموالي له امله دامهال يوازي يو پوړ ودانۍ دياد پوهنځي لپاره جوړوي چي په وينا يي دامهال کار پرروان دي.