کور / تازه خبرونه / وردګ : د سوداګريز مرکز د جوړېدو غوښتنه وسوه

وردګ : د سوداګريز مرکز د جوړېدو غوښتنه وسوه

د وردګو ولايت سوداګرو په دغه ولايت کې د سوداګریز مرکز د جوړولو
غوښتنه وکړه .
سوداګرو دغه غوښتنه د دې ولايت د والي ښاغلي عبدالمجید خوږياڼي څخه د یوې
غونډې په ترڅ کې وکړه او زیاته کړه،چې دولت دي دوی ته د دغه مرکز د
جوړولو په موخه په یو مناسب ځآی کې ځمکه ورکړي،چې د رغولو چارې به یې دوی
ترسره کړي.
د وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږياڼي له یادو سوداګرو سره ژمنه وکړه،چې د یوې قانوني لایحې له مخې به په دغه ولايت کې سوداګرۍ د پياوړې کولو په موخه ورته د مرکز جوړولو لپاره ځمکه ورکړي .
هغه همدا راز زیاته کړه،که دغه لوی سوداګریز مرکز جوړیږي،باید د سوداګرۍ
خونۍ،ایسا او نورو مرسته کوونکو ادارو لپاره هم په کې دفترۍ جوړی شي،چې
دغه کار به د سوداګرو او مرسته کوونکو ادارو ترمنځ همغږي نوره هم زیاته
کړي .
همدا راز په دغه غونډه کې ملي سوداګر انجینر حسیب الله کلیمزي وویل : په پلان کې لري چې په لوړه کچه د مالدارۍ په برخه کې پانګه اچونه وکړي،خو د دغه پانګې اچونې لپاره یې مرکز ننګرهار ټاکلی او که بیا هم په دغه ولايت کې ورسره چارواکي مرسته وکړي او زمینه ورته برابره کړي نو د مالدارۍ په برخه کې به دغه ستره پانګه اچونه په میدان وردګو ولايت کې ترسره کړي .
هغه همدا راز ژمنه وکړه،که هر سوداګر غواړي،په دغه ولايت کې له په بېلابېلو برخو کې پانګه اچونه وکړي،نو دی چمتو دی،چې د پانګې اچونې ډیره برخه پرغاړه واخلي تر څو په دغه ولايت کې د سوداګرو لخوا پانګې اچونې سربیره ولسونو ته د کار زمینه هم برابره شي.
د وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږياڼي یاد سوداګر سره ژمنه وکړه،که خپله پانګه اچونه په دغه ولايت کې وکړي نو دی ورسره په هره برخه کې مرسته
کولو ته چمتو دی او له نورو سوداګرو څخه یې وغوښتل،چې له ښاغلي کلیمزي
سره یوځای په دغه ولايت کې پانګه اچونه وکړي .
په همدې حال کې د ميدان وردګو د والي له لورې د دې ولايت داقتصادي پلان
د تطبیق په موخه نوی کمیټه جوړه شوه،چې دنده ورته وسپارل شوه،ترڅو د صناعتي پارکونو د چارو د پرمخ بیولو،د سوداګرو او پانګوالو لړلیک برابرول،د میوې او سبزۍ مارکیټ،سړو خونو جوړولو اونورو چارو څخه څارنه اوتعقیب وکړي.
د یو بل خبر له مخې د سوداګرۍ او صنایعو امریت لخوا په دغه ولايت کې د سوداګرو لپاره د جوزنامو مدیریت هم په کار پیل وکړ،چې له دې وروسته سوداګر کولای شي د جواز تر لاسه کولو وروسته په دغه ولايت کې هر ډول سوداګریزې چارې پرمخ یوسي.